د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا په لیبیا کې د نه پرواز علاقه منظور کړه


امنیت شورا په لیبیا کې د نه پرواز علاقه منظور کړه
امنیت شورا په لیبیا کې د نه پرواز علاقه منظور کړه

دملگرو ملتونو دامنېت شوری، د لېبېا په فضايی قلمرو کې دنه پرواز علاقه منظؤر کړله. په دغه مجلس کې دا پرېکړه لس د صفر په مقابل کې منظور شوله. خو د پنځو هېوادونو ( روسېې، چېن، جرمنی ، برازېل او هند ) له خوانه مستنکفې راېې واچول شولی.

دملگرو ملتونو دامنېت شورا ددې لپاره دنه پرواز علاقه منظور کړله چې ملکېان د لېبېا دمشر ډگروال معمر قذافی دقواو له برېدونو نه خوندي وساتي. دغه پرېکړه غړېو هېوادونو ته صلاحېت ورکوي چې چې " ټول ضروري اقدامات وکړي" چې په پروازونو باندی بندیز عملي کړي. د نه پرواز علاقه داسي تعرېف شویده چې " په هغې کې یوشمېر الوتکې په خاصه توگه نظامي پرواز نشی کولی".

دغه پرېکړه لېک د فرانسې او برتانېې له خوانه په گډه وړاندې شوی و او امرېکا ېې ملاتړ کاوه. د فرانسی خارجه وزېر الن ژوپې چې دېوه ژباړن په واسطه ېې خبری کولې – د امنېت شورا ته ېې ووېل چې دقذافې قواوی په سېمه او ښارونو باندې له مرگ ژوبلې نه ډکو برېدونو ته ادامه ورکوي.

د فرانسی خارجه وزېر الن ژوپې وايي" موږ دېته اجازه نشوورکولی چې دغه جنگ جوړوونکي داکار وکړي. موږ ملکېان نشو ترک کولی او د وحشېانه ځبلو قربانېان نشو ترک کولی. موږ ددې اجازه نشو ورکولی چې په قانونېت او نړېوالو اخلاقي معېارونو دغه راز گوزارونه وشی او تر پښو لاندې شي. "

روسېه یو له هغو پنځو داېمي غړېو له جملی نه ېوهېواد دی چې مستنکفه راېه ېې ورکړله. په ملگرو ملتونو کې دروسېې استاځي واېتالی چورکېن د ترجمان په مرسته خبری کولی. هغه ووېل چې روسېې اونورو پردغه پرېکړه لېک د غور په وخت کې ېوڅه پوښتنی وکړلی. خو هغو ته ځواب ونه وېل شو. واېتالی چورکېن وايی"..داسې پوښتنې چې هم موجه وې او هم مشروع وې : داسې پوښتنی چې دنه پرواز علاقه به څنگه تعمېل شی. د مقابلی اصول به څنگه وي او د قوت د استعمال اندازه او حد به څه وي. "

خوماهران وايی چی په دې برخه کې نورې مهمی پوښتنی هم شته دی چې پکارده مخکی له دېنه چې د نه پرواز علاقه عملی بڼه غوره کړی دهغو لپاره ځوابونه پېدا شی. په دې کې اوله داده چې دنه پروازپه علاقه کې به ټوله لېبېا شامله وي اوکه ېوازې هغه علاقې به پکې شاملی وی چې دقذافې عسکرو نېولی دی. څوک به داعملی کوي او دڅومره وخت لپاره ؟

دامرېکا دسمندری قواو ېو متقاعد ډگروال بېن رېنډا چې د 1990 په لسېزه کې به ېې په عراق کې د نه پرواز په علاقه کې هوايی گزمه کوله په دې برخه کې ېې خپلې اندېښنی داسی بېان کړلی. متقاعد ډگروال بېن رېنډا وايي " کله چې تاسی په الوتکه کې له زمکی نه 1000 فوټه، 5000 فوټه او ېا هم 35000 فوټه لوړ ناست ېاست او په دې فکر کوۍ چې لاندی څوملکی دی او څوک ملکی ندی ، داپه خاصه توگه ېوه سخته دنده ده. ځکه چې په دې برخه کې ډېر شېان شته دی چې له هماغه اول نه گران دی. "

په دې خبره فېصله کول چې څوک ېاغېان دی او کومی د حکومت قواوی دی. داخبره هم فرض شوی وی چی په پېسو باندی حرفوي قاتلان هم راوستل شویدي. په دې خبره فکر کول چې په دې جمله کې بې طرفه ملکی کسان څوک دی ، دا ډېر سخت کاردی په تېره چې دشخړو په مېدان کې هم څوک حاضر نه وي چې هغه ددې فېصله وکړلی شی. نو په دې توگه کله چې دا کار ېوازې دهوا له لارې وشی نو ډېر ستونزمن به وي.

متقاعد ډگروال بن رېنډا وايي په عمل کې دنه پرواز علاقه ډېره ژر عملی کېدلی شی 04

" دنه پرواز علاقی ته هوايی برتری پکارده. ته غواړی چې داخبره ېقېنی کړی چې لاندی په زمکه داسی شی نشته ده چې تاوولی. نو دابه اول قدم وی. او دا په دې پورې اړه لری چې د لېبېا هوايی قواوی او دفاع قابلېت ېې څومره پېچلی او پرمختللی دی. کله چې دا خبره ېقېنی شی نو بېا د پرواز علمېات پېل کېدلی شی".

بن رېنډا وایی بل قدم دنظامی منابعو اوامکاناتو ده. هروخت چې نوي نظآمی عملېات پېل کېږی دهغوی لپاره منابع پکارېږي اوهرهېواد ښې پرېمانه منابع نلری اوامرېکا هم له دېنه مستثنی نده .

دامرېکا د سمندری قواو متقاعد ډگروال او د پوځې چارو دغه ماهر په پاې کې وايی دابه په زړه پورې وي چې داوکتل شی چې څه ډول نړېوال نظآمی اېتلاف به جوړ شی داکارونه سرته ورسوی ، ځکه چې هرملک مختلفې قواوی لری او په مختلفو برخوکې روز ل شوېدی.

XS
SM
MD
LG