د چارشنبې په ورځ د لیبیا په پایتخت ترابلس کې د الوتکو ضد ډزې او د چاودنو غږونه اوریدل کیدل. دا په داسي حال کې ده چې څو ساعته مخکي د لیبیا مشر معمر قذافي هوډ وکړ چې د یاغیانو او نړیوالو قواوو سره په جګړه کې به بریالی شي.
د یوې اونۍ وروسته خپل د لومړي ځل راښکاره کیدو په ترڅ کې د لیبیا مشر چې د خپلې ماڼۍ نه یې خبري کولې خپلو پلویانو ته یې وویل چې ملک یې د اوږدې یا لنډې جګړې لپاره چمتو دی.
د لیبیا حکومتي تلویزون وویل چې دا خبري په ژوندي بڼه د لیبیا د مشر وې هغه د لیبیا پر قواوو باندي د نړیوالو قواوو برید وغانده او وویل چې پر لیبیا باندي د نه پرواز د علاقې پریکړه په اصل کې د اسلام پر ضد صلیبي جکړه ده.
په داسي حال کې چې ایتلافي قواوو خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړه، د قذافي طرفدارو قواوو د حکومت ضد مظاهره کونکو پرضد خپلو حملو ته زور ورکړ.
په ورستیو انکشافاتو کې قذافي ته وفادارو قواوو د میسراتا او زینتان پر ښارونو باندي د سنایپرونو، ټانکونو او توپچي په ذریعه برید وکړ.
په عین حال کې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د لیبیا د حکومتي قواوو نه غوښتي دي چې د میستیرا او ځینو نورو ښارونو نه دي راووځي.