د لاس رسي وړ اتصالات

قذافي بیا په لیبیا کې بهرني استخبارات په تاوریخوالي کې دخیل وبلل


قذافي بیا په لیبیا کې بهرني استخبارات په تاوریخوالي کې دخیل وبلل
قذافي بیا په لیبیا کې بهرني استخبارات په تاوریخوالي کې دخیل وبلل

د لیبېا مشرمعمرقذافي خپل هغه مخکینی الزام ېو ځل بېا تکرارکړ چې وایي د هغه پرخلاف د ولس د پاڅون ترشا دېو شمېر خارجي هېواودنو استخبارات لاس لري.

قذافی دچهارشنبی په ورځ د لیبېا د زېنتان په ښارگوټي کې ېوې ډلې خلکو ته دخپلی وېنا په وخت اعلان وکړ چې دافغانستان، الجزاېر،مصر او فلسطېن نه خارجېان راغلي دي او دهغه پرخلاف ېې ولس راپاڅولی دی. دقذافی وېنا په دولتي تلوېزون کې خپره شوه.

د معمر القذافی طرفدارو ځواکونو پرون د زاوېې په ښارگوټی باندې بی درېغه حمله وکړه.دغه مهم ښارگوټی تقرېبا ٥ ورځې مخکې مخالفانو د معمرقذافي د طرفدارانو نه ونېوه چې تراوسه پوري ېې په لاس کې دی.

دلیبېا حکومتي ځواکونه ډېر زېات کوښښ کوي چې په هرشکل چې ممکن وي ېو شمېر مهم ځاېونه چې مخالفانو قبضه کړی دي، بېرته ونېسي.

عېنی شاهدان وايي چی دقذافی طرفدارو پوځېانو دغه ښار چې دپاېتخت طرابلس نه ٥٠ کېلومتره لېري د لودېځ په لوری پروت دی، په درندو توپونو او هوانونو باندې ووېشته. په زاوېه کې فعلا برېښنا،تلېفونونه او انټرنېټ ټول قطع شوي دي.

له بلي خوا په ختېځ کی دمعمرالقذافی جېټ الوتکو د راس لانوف په ښار گوټي باندې څو ځلې بمباري وکړه،چې په نتېجه کی ېې دښار داوبو عمومي ذخېره تباه شوه خو ښار لا تراوسه پوري دمخالفانو په ولقه کې دی.

XS
SM
MD
LG