د لاس رسي وړ اتصالات

په طرابلس کې ۷ ډیرې قوي چاودنې د جمعې په ورځ واوریدل شوې


په طرابلس کې ۷ ډیرې قوي چاودنې د جمعې په ورځ واوریدل شوې
په طرابلس کې ۷ ډیرې قوي چاودنې د جمعې په ورځ واوریدل شوې

رپوټ وايي چې بمونه ؛ دښاغلي قذافې د قصر باب العزېرېې سره نږدې وچول شول.د حکومت دمخالفېنو قواووې پاېتخت ته د غرب او جنوب له خواونه ورنږدې کېږي. په داسی حآل کې چی ناټو په شمال کې دسمندری لارو کنترول په لاس کې اخېستی دی. له طرابلس نه په زرگونو مهاجران هره ورځ نورو خوندي ځاېونو ته په تېښته روان دی.

د پنجشنبې په ورځ ېاغېانو ادعا وکړله چې د پایتخت طرابلس لویدیځ ته ېې په یوه ښار کي د تیلو پرېوه تصفیه خانه حمله وکړه او د حکومت د تېلو دغه تصفېه خانه ېې و نېوله. هغوي ووېل چې کوشش کوي د پایتخت په خوا خپل پرمختگ ته دوام ورکړي په دې نېت چې معمر قذافی په زور باندی له قدرت نه لېري کړي.

ېاغېانو، د پنجشنبی په ورځ ووېل دغه تصفیه خانه چي د طرابلس نه پنځوس کیلو متره لیري د ( زاویې ) په ښار کي پرته ده، او د ښاغلي قدافي د قواو او د پایتخت د خلکو د پاره د تیلو د څو مهمو منابعو له جملې نه یوه منبع ده؛ اوس د دوي په لاس کې ده.

په ( زاویه ) کي خبریالانو ووېل چي یاغیانو ددې ښار ډیره سیمه تر خپل کنټرول لاندي راوستلې ده. د قدافي قواوو په تصفیه خانه کي په یاغیانو باندي ډزي وکړې او همدا راز یې پرون په زاویې باندي د توپخانې ډزو ته بیا دوام ورکړ.

د لېبېا مشر معمر قذافې چې په سېاسی ستونزو کې راگېردی، له 1969 م کال راهېسي واکمن دی اوپه عربی نړۍ کې تر ټولو نورو مشرانو زېاته په قدرت کې پاته سوېدی. هغه د باچا ادرېس خلاف نظامي کودتاه کړی وه. ډگرمن قذافې چې 42 کاله کېږي پر لېبېا حکومت کوي ، په دې ېې شهرت پېدا کړ چې ډېر مغروز اوخودخواه دی، په لباس کې ېې خامخا د حېواناتو پوستکی وی او ښځېنه ساتونکې ترېنه را چاپېرې وي.

دامرېکا جمهوررئېس رانلډ رېگن هغه ته د منځني ختېځ د لېونی سپی خطاب کړی و. د لېبېا د مشر معمر قذافې شهرت له دېنه هم زېات سو چې اکثره به ېې ډېرې غېر معمولی او متنازعفېه سېاسي فېصلی کولی.

هغه تقرېبا په ټوله نړۍ کې د ېوشمېر سېاسي انقلابي غورځنگونو پالنه او ملاتړ کړېدی. هغه په چاد اواېران کې هم د سېاسي اوانقلابي غورځنگونو ملاتړ کړېدی. پرهغه دا تور هم لگېدلی وچې دېوشمېر اسلامي ډلو اوترهگرو برېدونو ملاتړ ېې کړی و.

په 1986 م کال کې رانلډ رېگن امر وکړ چې پرلېبېا باندې بمباری وسي ځکه چې په جرمنی کې د نڅا په ېوه کلب کې د بم چونې تور پرې لگېدلی و. په دغه چاودنه کې دامرېکا دوه عسکر ووژل شول. دامرېکا په بمبارۍ کې دقذافی ېوه لور ووژل شوله.

دوه کاله وروسته پر لېبېا تور ولگېده چې د پان Pan Am امرېکا يی الوتکې 103 پرواز کې ېې بم چولی دی . دا الوتکه د سکاتلنډ د لاکربی د ښارگوټی په فضاکې روانه وه او 270 کسان پکې مړه شول. ښاغلي قذافې ددې برېد مسوولېت ومانه او له دې سره ېې موافقه وکړله چې 2 بلېونه ډالره د تاوان په توگه د قربانېانو کورنېو ته په 2003 م کال کې ورکړي.

XS
SM
MD
LG