د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوسټ: د طالبانو سره په جګړې کې د ولس ملاتړ مهم دی


کاناډایي عسکر د ګزمې په حال کې

کاناډایي عسکر د ګزمې په حال کې

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې د طالبانو په مرکزونو باندې د حملې کولو لپاره امریکایي قواوې د ځایي خلکو ملاتړ ته زیاته اړتیا لري.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې په پیل کې ليکلي دي چې د هغې وخت نه راپدیخوا چې د کریم جان په نامه یو تن د کندهار د ولایت د ژیړۍ د ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شویدی، د هماغې ورځې نه راپدیخوا د دغه ولسوالۍ د سنجارۍ په کلي کې په هغو امریکایي عسکرو باندې د لاسي بمونو بریدوه کیږي چې هلته پیاده او یا په موټرو کې ګزمې کوي.

د امریکا د پوځ چارواکي وایي چې پدغې سیمې کې یوازې د یاغیانو سره جګړه کول ستونزه نده اصلي ستونزه د د دغې سیمې د ولس د ملاتړ ګټل دي.

ورځپاڼه وایي چې اوس د سرنجي په کلي کې د امریکا د پوځ او ښاغلي کریم جان لپاره ستر ازمایښت دی چې خلک د چا سره لاس یو کوي د کریم جان سره او که نه د طالبانو سره.

کریم جان چې پنځه دیرش کاله عمر لري د کلیو سپین ږیرو او مشرانو ته یې ویلي دي چې زه تاسو ته عضر کوم چې د خپل کلي ساتنه وکړې او د دې نه بغیر مونږ ستاسو نه ډیر څه نه غواړو.

ورځپاڼه وایي چې په زرګونه تنه امریکایي عسکر د افغانستان جنوبي ولایتونو ته پدې خاطر روان دي چې د محلي چارواکو سره مرسته وکړي تر څو هغوي عام ولس دیته وهڅوي چې د طالبانو د همکارۍ نه لاس واخلي او د حکومت سره دې لاس یو کړي. دا هغه څه دي چې د امریکا جمهور رییس براک اوباما به یې د همدې کال په پای کې د افغانستان لپاره د خپلې تګلارې د ارزیابۍ پر وخت په پام کې ونیسي.

د امریکا د پوځ یوه پوځي چې د ژیړۍ په ولسوالۍ کې د امریکایي قواو قوماندان دی، ورځپاڼې ته ویلي دي چې دا یوه ازموینه ده او پریکړه هم د خلکو په لاس کې ده. هر څوک چې د ولس لپاره ښه کار وکړي نو دوي د هماغه خوا طرفداري کوي.

ورځپاڼه وایي چې د طالبانو پر ضد د خلکو د راپورته کولو یوه لاره دا ده چې محلي پولیس دې جوړ شي خو پدې کې هم په خلکو باندې باور او د هغوي ریښتینولی یوه ستونزه ده.

کریم جان چې پخوا د سنجارې د سیمې د پولیسو قوماندان ؤ، وروسته تر هغه د ژیړۍ د ولسوالۍ ولسوال وټاکل شو چې د دغه ولسوالۍ پخواني ولسوال له خپلې دندې استعفاه وکړه او غوښتل یې چې د پارلماني انتخاباتو لپاره ځان ونوموي.

کریم جان د ژیړۍ د ولسوالۍ د شورا د غړو سره ژمنه کړیده چې ټولو ته به په یوه سترګه ګوري او عدالت به تامینوي، خو امریکایي چارواکي بیا هم په هغه باندې دا شک لري چې پخپله ژمنه به وفا ونکړي.

د ژیړۍ په ولسوالۍ کې د پیاده قواوو قوماندان ډګرمن جاني ډیوس ورځپاڼې ته ویلي دي چې فکر کوي چې کریم جان به د یاغیانو سره هم اړیکې ولري خو هغه وایي چې هغه دا کار د خپل سر د بچ ساتلو لپاره کوي او هغه تر ډیره حده د ایتلافي قواوو ملګری دی.

ورځپاڼه وایي چې د کریم جان دنده په افغانستان کې تر ټولو خطرناکه دنده ده، د سیمې خلک وایي چې که چیرته هغوي د ولسوال سره حتی خبرې هم وکړي او یا د پولیسو سره د تالاشۍ په پوسته کې خبرې وکړي نو طالبان به یې سرونه ورغوڅ کا خو پخپله کریم جان چې څو ځله یې موټر په بم الوزل شویدی او هم پرې ډزې شویدي وایي هغه دا منلې ده چې یوه ورځ به د دښمن په ګولۍ وژل کیږي.

خو واشنګټن پوسټ په پای کې لیکي که څه هم چې د ژیړۍ په ولسوالې کې امریکایي قواوو د خلکو سره ژمنه وکړه چې یوازې په هغه صورت کې به ورته روغتونونه او ښوونځي جوړ کړي او همدارنګه به ورته کیمیاوي سرې ورکړي که چیرته هغوي د طالبانو سره همکاري ونکړي او د افغانستان د حکومت او ایتلافي قواوو سره لاس یو کړي.

ډګرمن ډیوس د سپین ږیرو یوې شورا ته وویل چې مونږ پدې خاطر دلته راغلي یو چې ستاسو د ولسوال ملاتړ وکړو، پوځ او پولیس مو وروزو او پدې کې مونږ ستاسو مرستې ته ضرورت لرو.

ډګرمن ډیوس دغو سپین ږیرو ته د اسلام د دین ستاینه وکړه او طالبان یې وغندل. خو ورځپاڼه وایي د کلي یو تن سپین ږیری حاجي جلات په لوړ آواز سره ډګرمن ډیوس ته وویل چې زه هیڅکله هم دښمن او یا تاسو پرې نږدم چې زما کلي ته راشي، مونږ پخپله د خپل کلي امنیت ساتلی شو.

که څه هم سپین ږیرو د ایتلافي قواوو او پولیسو سره ژمنه کړې وه چې د ګزمې سره به یو څه د کلي کسان هم ګرځي خو داسې ښکاري چې طالبانو به هغوي ته ګواښ کړی وي او د دې کار نه به یې منع کړې وي.

XS
SM
MD
LG