د لاس رسي وړ اتصالات

د لاکربي د پېښې په باب د موسی کوسا نه پوښتنې شوي


د لاکربي د پېښې په باب د موسی کوسا نه پوښتنې شوي
د لاکربي د پېښې په باب د موسی کوسا نه پوښتنې شوي

دسکاټلیند پولیسو په ١٩٨٨ مېلادي کال کې د لاکربي د ښارگوټي د پاسه د بم په وسېله دېوې مسافر وړونکې الوتکې د رانسکورولو په باب د خپلو پلټنو په لړ کې دلېبېا د بهرنېو چارو پخواني وزېر موسی کوسا نه پوښتنې کړي دي. د لیبیا په حکومت باندې شک کېږي چې د الوتکې په رانسکورولو کی ېې لاس درلود.

دسکاټلېنډ پولېسو نور څه تفصېلات ورنه کړل خو دومره ېې ووېل چې پرون ېې د کوسا سره وکتل.

نوموړی تېره هفته دلبېېا نه راوتښتېده او په برېتانېا کې یې سېاسي پناه واخېستله. د لیبیا داستخباراتو ېو پخوانی جاسوس عبدالباسط المېغراهي ېواځنی سړی دی چې د لاکربې دپاسه دپروزا په حالت کې دPan American د الوتکې درانسکورلو په جرم محکوم شو.

په دغه پېښه کې ٢٧٠ مسافران چې اکثرېت یې امرېکاېان وو مړه شول. موسی کوسا چې ېو وخت د قذافي د استخباراتو رېس ؤ، په دې اړه شاېد زېات معلومات ولري.

XS
SM
MD
LG