افغان چارواکي وایي نن د شنبې په ورځ د لوګر په ولایت کي یوه روغتون ته د موټربم چاودنه شوې٦٠ کسه یې وژلي او ١٢٠ کسه یې زخمي کړي دي.
د افغانستان د روغتیا د وزارت چاروواکي وایي چي په وژل شوو او زخمي شوو کسانو کي ښځي او ماشوما ن هم وو.
طالبانو انکار کړی او ویلي یې دي چی دوي په روغتونونو باندي حملې نه کوي.
مخکي د افغانستان په شمال کي د کندز د ولایت چارواکو ویلي وو چي په موټرسایکل پوري د یوه تړل شوي بم په چاودنه کي چي پرون په یوه مارکیټ کي وشوه، لس کسه ووژل سول چی د پولیسو یو صاحب منصب هم په کي شامل و. په دې پېښه کي چي د کندز د ولایت د خان آباد په ولسوالي کي وشوه، ٢۴ کسه زخمی شوي هم دي.
له بلي خوا ناتو ویلي دي چي پرون یې د افغانستان په ختیځ کي د یاغیانو په یوه حمله کي یو عسکر وژل شوی دی.