د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر د محلي پوليسو یو قوماندان ووژل شو


ارشیف
ارشیف

د لوګر په امنيې قوماندانۍ کې د ننه د دغه ولايت د محلي پوليسو پر قوماندان ځانمرګی بريد شوی، چې له امله يې د قوماندان په ګډون اته کسان وژل شوي او يو څلور نور ټپيان دي.

د لوګر امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي امريکاغږ ته وويل، نن سهار لس بجې يو تن، چې د محلي پوليسو يونيفورم يې پر تن و، د دغې قوماندانۍ په نظام قراول کې پر قوماندان سمونمل سبزلي ستانکزي ځانمرګی بريد وکړ.چې په دې بريد کې د محلي پوليس قوماندان سبزلي ستانکزی، د هغه پنځه ساتونکي او دوه نور کسان، چې ګمان کېږي، ملکيان دي، وژل شوي او څلور نور محلي پوليس ټپيان شوي دي.

ښاغلي اسحاق زي وویل" تر اوسه د ځانمرګي بريد کوونکي هويت ندی پېژندل شوی او نه هم دا معلومه شوې، چې هغه څنګه قوماندانۍ ته ننوتلی دی، خو پوليسو تحقيقات پيل کړي دي".

ځينې عيني شاهدان وايي، بريد کوونکي په داسې حال کې قوماندان سبزلي ستانکزي ته غېږ ورکړه او پرځان پورې تړلي بمونه يې وچاول، چې د لوګر امنيې قوماندانۍ په قراول کې له خپلو پوليسو سره په خبرو بوخت و.

د لوګر د ولايت د والي وياند دين محمد دروېش په وينا ددغه ولایت والي نيازمحمد اميري د پېښې د غندلو ترڅنګ له امنيتي ارګانونو څخه جدي غوښتنه کړې، چې پېښه په دقيق ډول وڅېړي او پکې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد د ايمېل له لارې خبريالانو ته ويلي، چې په بريد کې د قوماندان په ګډون ۱۲ پوليس وژل شوي دي.

د لوګر په نننۍ ځانوژونکې حمله کې د محلي پوليسو دغه وژل شوی قوماندان سمونمل سبزلي ستانکزی څلور کاله مخکې د دې ولايت د محلي پوليسو د قوماندان په توګه پر دندې ګمارل شوی و.

ويل کېږي، پر هغه په تېرو څلورو کلونو کې څلور ځله ځانمرګي بريدونه شوي وو، چې د ده يو شمېر ساتونکي پکې مړه او ټپيان شوي وو، خو دی له څلور واړه ځانمرګو حملو روغ وتلی و.

داسې په داسې حال کې ده، چې پرون د کابل ولايت په امنيې قوماندانۍ کې دننه هم ځانمرګی بريد شوی و، چې په نتيجه کې يې د يادې قوماندانۍ د يوه چګپوړي مامور د وژل کېدو ترڅنګ يو شمېر نورو کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

ننګرهار

د ننګرهار په ولایت کې ځانمرګي برید دوه پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

ددغه ولایت دوالي ویاند احمد ضیا عبدلزي امریکا غږ ته وویل چې دا پیښه نن سهار اوه بجې دننګرهار ګمرک څنګ ته دپولیسو اکاډمۍ پر موتر شوې ده.

نوموړی وایي ځانمرګی بریدګر په یوه زرنج ریکشا کې ناست وو لمړی یې دپولیسو له رنجر سره ټکر کړی او وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دعبدلزي په خبره په دغه پېښه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي،چې دیوه ټپي روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددغه برید په اړه څه ندي ویلي.

همداشان پولیس وایي چې نن سهار د کابل په پنخمه حوزه کې د استاد برهان الدین پوهنتون سره نږدې په یوه چاودنه کې درې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG