د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې یو کس خلک په چړو وهلي


په بریتانیې کې پولیس وايي " د لندن په ښاري اورګاډي کې د چړو د بریدونو په اړه تحقیقات کوي." پولیس وايي دوی دغه پيښه د"تروریزم د یو عمل په توګه څیړي."

د تروریزم ضد پولیسو په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې هغوي د کوم دلیل پر اساس دا برید د تروریزم د یوه عمل په توګه څیړي.

پولیسو د خلکو نه غوښتي دي چې آرام مګر بیداره دې وي. د لندن د تروریزم ضد د پولیسو قوماندان رچارډ والټن وایي " د تروریزم خطر جدي دی او دا پدې معنی چې د تروریستي بریدونو احتمال ډیر دی. "

پولیسو همدارنګه د خلکو نه غوښتي دي که "د پیښې په ځای کې یې عکسونه یا فلمونه اخیستي وي، د پولیسو سره دې په تماس کې شي او ټول شواهد دې د هغوي سره شریک کړي. "

داسې ویل کیږي چې د لندن په ختیځه برخه کې د ښاري اورګاډي په یوه سټیشن کې یو کس چې چیغې یې وهلي او ویل یې " دا د سوریې لپاره کوم" خلک په چړې وهلي. پولیسو دغه کس نیولی دی.

د پیښې په اړه نور جزیات سمدستي نه دې ورکړل شوي خو پولیسو د خلکو نه د همکارۍ غوښتنه کړې.

د بریتانیې پارلمان د چهارشنبې په ورځ په سوریې کې د اسلامي دولت په خلاف د هوايي بریدونو منظوري ورکړه.

د پاریس برید کوونکو د برید نه وړاندې بریتانیې ته تیلفونونه کړي:

د غربي هیوادونو دوو چارواکو ویلي دي چې دوی شک کوي چې د تروریستانو ډلې، چې په پاریس کې یې بریدونه وکړل، په بریتانیې کې یې د ځینو کسانو سره اړیکې درلودي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپانې د دغو چارواکو له قوله د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی چې دغه کسان د انګلستان د برمنګم په سیمې کې اوسیږي. دغو چارواکو ویلي "دوی شک کوي چې دغو کسانو د پاریس د بریدکوونکو د مشر عبدالحمید ابو عود سره اړیکې درلودي."

د ګارډین ورځپانې بیا ویلي دي چې ابو عود د روان عیسوي کال په پیل کې لندن ته او برمنګم ته تللی و او په دغو دواړو ښارونو کې یې د ځینو کسانو سره لیدلي وو. د لندن پولیسو په دې د څه ویلو نه ډډه کړې ده.

په بریتانیې کې د تروریستي پيښې د کیدو ګواښ "ډیر" ښودل کیږي، د دې مانا دا ده چې چارواکي فکر کوي کیدای شي د تروریستي برید هڅه وشي.

د وال سټریټ ژورنال ورځپانې د امریکاد یوه چارواکي له قوله ویلي دي چې د اروپايي هیوادونو تشویش پرځای دی چې د پاریس د پيښې وروسته د تروریستي بریدونو په اړه یې لري.

XS
SM
MD
LG