د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن د المپیک لوبو ته ډیرې اماده ګۍ نیول شوي


د لندن د ګرین ویچ مشهوره ساعت نن د جمعې په ورځ د درو دقیقو په موده کې ۴۰ وارې زنګ ووهی او مل وروسره د کلیسا زنګونه او د موټرو هارندونه وه چې د ۲۰۱۲ کال د المپیک لوبو پیل ته ښه راغلاست وویل شي.

د ګرین ویچ ساعت لاندي لوي زنګ پر ۸:۱۲ دقیقو سیمه ایز وخت پیل شو. ټاکل شوې چې لوبې د ګریویچ په وخت پر ۲۰:۱۲ یعنی ۸:۱۲ د ماښام پیل شي.



لندن د ۲۰۱۲ کال د المپیک په لوبو کې د شاوخوا زرو تنو ورزش کارانو، په سلګونو زرو تنو سیلانیانو او د تلویزونو له لارې د ټولې نړۍ د خلګو کوربه توب کوي. دغه مراسم به دني بویل پر مخ یوسي چې د سلم ډاک میلیونیر د اوس کار وړونکي فیلم ډایرکټر دی او په کښي به د بریتانیې د موسیقې مشهوره هنرمند پال مکارتني هم برخه واخلي.
دبریتانی صدراعظم ډیویډ کیمرون وايي، لندن ددغو لوبو کوربه دی خو دغه لوبې دټولې بریتانیې لپاره د ویاړ یوه منبع ده ،،زه فکرکوم چې واقعآ له دغه مشعل نه څرگندیږي چې دا یوازي دلندن لوبې ندي . دا د ټولې بریتانیی لوبې دي. یو شی چې زه يی په راتلونکو دوه اونیوو کې غواړم وکړم هغه دا دی چې شمالی ایرلند، سکاټلنډ او ویلزته سفر کوم چې په دغه ټکی باندی ټینگار وکړم.،،


د بریتانیې ملیکه الیزابیت به دغه لوبې په رسمي توګه پرانیزي. دغه لوبې د اګست تر ۱۲ نېټې پوري ادامه لري.
XS
SM
MD
LG