د لاس رسي وړ اتصالات

مطبوعات: ډیموکراسۍ ته د افغانستان اوږد مزل


A Nitro Circus member performs above the crowd ahead of the third practice session of the Formula One Australian Grand Prix in Melbourne.
A Nitro Circus member performs above the crowd ahead of the third practice session of the Formula One Australian Grand Prix in Melbourne.

دا تورخم دی.

د سټیزن ویب پاڼه لیکي دا د افغانستان یو ډیرعجیب ځای دی. د تیر اکتوبر راهیسې د امریکا ١٣٣ مې لوا د لمړي کنډک د ب ټولی په دې سیمه کې میشت دی. هر څومره چې مونږ زیات په دې سیمه کې خپلې څیړنې کوو هغومره مونږ پوهیږو چې ددې ځای او د خلکو په هکله ډیر لږ معلومات لرو. دا خبره ددې ب د ټولي یوه افسر ډیویډ کراولي دپرس سټیزن ډات کام ویب پاڼې ته څرگنده کړېده. کراولي د خپلو کتنو په اړه دغې پاڼې ته داسې لیکي:

(په تورخم کې زمونږ ماموریت دادی چې د پولې سره چې پاکستان ته د اوړیدلو خورا مهم ورگڼل کیږي امنیت ونیسو. دغه سیمه د پاکستان سره د افغانستان د کشالو هنداره ده. دغه کشالې په تاریخي، کلتوري او اقتصادي برخو کې د پخوا نه همداسې دوام لري.)

کراولي وايي مونږ هڅه کوو چې د افغانستان د ملي اردو او د سرحدي پولیسو سره مرسته وکړو ترڅودوی غیرمجازشیان افغانستان ته پری نږدي او داکار د موټرو د تلاشۍ په وسیلې او په نورفعالیتونو ترسره کوو.

امریکايي افسرلیکي، مونږ په تورخم کې امنیت نیسو ترڅو دلته بریدونه او نورې شخړې ددې سبب نه شي چې د ترافیکو جریان مختل شي. باید وویل شي چې د افغانستان د ناخالص محصول دریمه برخه د همدې لارې په سبب لاس ته راځي. نو هرهغه څه چې دلته پیښیږي هغه د افغانستان د حکومت او د خلکو لپاره ډیر زیات د اهمیت وړ دي. د ډیرو خلکو اقتصادي ژوند په همدې تورخم په بندرباندې تړلی دی.

کراولي لیکي په تورخم کې د امریکايي قطعی د شته والي یو بل دلیل دا هم کیدای شي چې مونږ عملاً خپلو همکارو عسکرو ته د افغانستان په پوځ کې ووایو چې یو مسلکي اردو څه ډول وي. باید وویل شي چې د نړی په دې برخه کې د یوه مسلکي پوځ شته والی ډیرزیات عام نه دی. په امریکا کې پوځیان خپل مقام په بیه نه اخلي او دوی دغه مقام د خپلې وینې په بیه لاس ته راوړي او ددې لپاره زیاته قرباني ورکوي. خو په افغانستان کې صاحب منصبان خپل مقام په بیه اخلي یا دا چې د خپلو کورنیو له نفوذ نه کاراخلي او لوړ مقام گټي او ددوی لیاقت او اهلیت ته د چا پام نه وي. نو ځکه دلته د اعتماد خبره رامنځ ته کیږي. د پوځ په دننه کې د فساد خبره او کلتوري مسایل هغه نورخنډونه دي چې نه پریږدي افغان اردو مسلکي کیدلو خواته ولاړ شي.

کراولي لیکي هغه معاش چې یوافغان صاحبمنصب لاس ته راوړي د یوې کورنۍ لپاره کفایت نه کوي نو ځکه دوی دې تمه کوي چې په نورو لارو پیسې وگټي. فساد په افغانستان کې د ژوند یوه برخه گرځیدلې ده. خو په دې کې د حرص خبره هم ده او دا کار د خلکو او پولیسو ترمنځ اعتماد له منځه وړي. ځنې دودیزې خبرې هم ددې باعث کیږي چې ځنې پولیس ځنو ځایو نو ته ورنه شي.

امریکايي افسرلیکي د امنیتي قواو د مختلفو څانگو ترمنځ اختلاف ددې سبب کیږي چې مطلوبه نتایج لاس ته رانه شي. په دې کې مخلتفې قبیلوي او نورې خبرې د نظر او عمل اتحاد ته زیان رسوي. ددغو څانگو ترمنځ همغږی راوستل یو ډیرلوی کاردی خو د زیاتې روزنې په وسیلې سره کیدای شي دغه ستونزه حل شي. د افغانستان امنیتي قوې سره ددې چې معاشونه یې لږدي، وسایل یې کم او معیاري نه دي او د دښمنانو له خوا هم فشارورباندې دی، خو بیاهم کافي پرمختگ کړیدی. نوځکه هیله داده چې یوه ورځ د افغانستان امنیتي قوه ددې جوگه شي چې د افغانستان د یوه فداکاره قوې په حيث او د وطن پالنې په روحیې سره میدان ته ودانگي.

امریکايي افسر د خپلو یادداشتونو په دوام سره چې پرس ستیزن دات کام ته یې لیږلي، لیکي په تورخم کې زمونږ دریمه وظیفه داده چې په سیمه کې د خلکو په ژوند کې اغیزه ولرو. هغه مالونه چې په قانوني ډول باید د تورخم ددروازې په لاره تیرشي هغه ددې سیمې د کلیو له منځه بې له دې چې قانونې مالیې ورکړي تیریږي خصوصاً د شپې له پلوه.

د شپې له پلوه او په وړو لارو باندې زیاتره مالگه او غوښه چې ډیره مالیه ورباندې لگیدلې ده تیریږي. خو زمونږ زیاته علاقه د چاودیدونکو موادو او مخدره موادو درول دي. یاغیان هم دهمدې لارو نه گټه اخلي او افغانستان ته تیریږي. که چیرې ددغو کلیود خلکو سره سمه رابطه وي نودوی د دغومالونو، شیانو او اشخاصو په هکله معلومات ورکوي. دغې اړیکې ددې سبب شوي دي چې مونږ استخباراتي معلومات راغونډ کړو. دغه کار باید د بهرنیو پوځونو د تلو نه وروسته هم دوام وکړي. خو هغه خبره چې د تعجب وړ ده هغه په تورخم کې د یاغیانود تاوتریخوالي نشتوالی دی. پس له ډیرې مودې مونږ په غیرمستقیمه توگه په دې وختونو کې ترډزولاندې راغلو. او دا سره له دې ده چې د افغانستان په خیتزه کې د یاغیانو فعالیت ډیرلیدل کیږي. نو دا به ددې معنی ولري چې محلي مشران دغه جگړه په تورخم کې نه غواړي یا په خپله یاغیان ورسره دومره علاقه نه لري. یا ممکن ددغې بندر نه چې کومې گټې مخالفینو ته رسیږي هغه ټوله ددې باعث شوې وي چې هغوی هم ونه غواړي ددوی دغې گټې ته تاوان ورسیږي. هغه څه چې مهمه ده هغه سوله ده چې په دې سیمه کې ددې سبب شوی دی چې کاروبار دلته کافي وده وکړی.

XS
SM
MD
LG