د لاس رسي وړ اتصالات

لوېې جرګې د ستراتېژېک تړون په برخه کې مشروط ملاتړ اعلان کړ


لوېې جرګې د ستراتېژېک تړون په برخه کې مشروط ملاتړ اعلان کړ
لوېې جرګې د ستراتېژېک تړون په برخه کې مشروط ملاتړ اعلان کړ

دافغانستان په دودېزه لوېه جرګه کې، دملت استاځېو له امرېکا سره داوږدې مودی ستراتېژېک تړون او شراکت په برخه کې خپل مشروط ملاتړ وړاندې کړ.

چارواکي وايی چې دغه غېرالتزامی شراکت به دافغانستان د امنېتي ضرورتونو او دامرېکا د ېوشمېر قواو لپاره له 2014 م کال نه وروسته هم د پاتی کېدو لاره ا واره کړي.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي ددې اونۍ په سرکې د څلور ورځنی لوېې جرګی د پرانېستنی په وخت کې ووېل چې دده هېواد خپل استقلال غواړي او غواړي چې د شپې له خوانه چپاونه د افغانانو په کورونو باندی بندشی. ددې شراېطو په موجودېت له امرېکا سره د اوږدی مودې ستراتېژېک تړون لاسلېک کولی شی.

رپوټ وايي په داحاضرو خت کې په افغانستان کې دامرېکا او ناټو 130،000 عسکر پراته دی او په دې کې زېاته برخه دامرېکا د عسکرو ده. ټاکل شوېده چې ټول نړېوال جنګی عسکر د 2014 م کال ترپاې پورې له افغانستان څخه ووزی.

ېوشمېر تحلېل کوونکي وايي چی د حکومت اداری فساد، چی د اداری بې کفاېتی او بې نظمۍ نه راپېدا شوېدی، دې ټولو عواملو ېوځای په افغانستان کې د بېارغونی هڅی له کاره غورزولي دی او ددې سبب شوي دي چې په هېواد کې ناامني اوبې ثباتی منځته راولی.

XS
SM
MD
LG