د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې خلک د لویې جرګې له ځینو ګډونوالو خوښ ندي


ننګرهار کې خلک د لویې جرګې له ځینو ګډونوالو خوښ ندي
ننګرهار کې خلک د لویې جرګې له ځینو ګډونوالو خوښ ندي

د ختیځو ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي دودیزه جرګه د ملي مسایلو لپاره د حل یوه کیلي بولي.

په داسې حال کې چې نن د افغانستان په پایتخت کابل کې د دودیزې جرګې د جوړیدو لومړۍ ورځ وه، د ختیځو ولایتونو ډیرې اوسیدونکو دغه جرګه په ژوندۍ بڼه له رسنیو اوریده او لیده یې، دوي په خپلو تبصیرو کې داسې څرګندوله چې دودیزه جرګه د افغانستان د ملي مسایلو د حل لپاره کیدای شی یوه کیلي وګرځي.

د دوی له نظره افغانستان د جرګو کور دی، هره ستونزه او شخړه چې دغه هیواد ته پیدا شوي هغه د جرګو له لارې حل شوی:

خو یو شیمر بیا د جرګې په تخنیکي برخه انتقاد کوي او وایې چې په جرګه کې د چارواکو په فرمایش او لارښوونه هغو کسانو ونډه اخیستې چې د ولس سمه استازیتوب نشي کولای، د دوی له نظره د جرګې ګډونوال باید هغه کسان وای چې هغوي د ولس ریښتوني استازي وي.

تر دغې جرګې وړاندې د افغانستان دملي او منطقوي مسایلو د حل او په سیمه کې د امن او ثبات د راوستو په هدف څلور نورې جرګې هم جوړې شوی وې.

د کتوونکو له نظره د امن او سولې په نوم جرګو ددغه هیواد پر زخمونو کومه پټۍ کینښوده، د سیمې اوسیدونکي هیله من دي چې دغه جرګه به یوازې فرمایشي رنګ ونه لري بلکه د مسایلو د حل لپاره به یوه لار وباسي.

XS
SM
MD
LG