د لاس رسي وړ اتصالات

دلیبېا په پلازمېنه طرابلس کې خونړۍ نښتې وشوې


د لیبیا دمسراتا په ښار کې 40 تنه ووژ ل شول
د لیبیا دمسراتا په ښار کې 40 تنه ووژ ل شول
د لیبیا صدراعظم، علي زیدان ملېشو ته خبرداری ورکړی دی چې له ترېپولي نه ووزي. هغه دا کار وروسته له هغو نښتو نه وکړ چې د جمعې په ورځ پکې 40 تنه ووژل شول او تر 400 نه زیات خلګ پکې زخمیان شول.

د لیبیا په پایتخت طرابلس کې هغه وخت نښتې وشوې چې د لیببیا عسکرو اوملیشو دخلکو د ارامولو کوښښ وکړ. دا کار وروسته ترهغه وشو چې د ملیشو خلاف سختې اوخونړۍ مظاهرې وشوې.

د لیبیا صدراعظم علي زیدان په دې ټینگا ر وکړ چې حکومت د امن په راوستلو کې هڅې کوي او ټول یې دیته وهڅول چې د امن په راوستلو کې همکاري وکړي.

رپوټ وايي په سلګونو ماتم کوونکو د شنبې په ورځ دهغو کسانو په جنازو کې دملیشو خلاف شعارونه ورکول چې د جمعې په ورځ وژل شوي وو. رپوټ وايي د جمعې په ورځ ملیشو د لیبیا په پلازمینه کې په سوله ئېزه مظاهرې باندي ډزي وکړلې.

رپوټ وايي پولیسو دخلکو سفرونه د غرغور تر ښار پورې محدود کړیدي. دغه ملیشه قوتونه له تېرېپولي نه بهر دغه ښار ته نېژدې مېشت دي.

د جمعې په ورځ لږ تر لږ 40 تنه هغه وخت ووژل شول چې ملېشو د مسراتا په ښار کې پر مظاهره چېانو ډزې وکړلې. په همدغه وخت کې تر 400 نه زیات مظاهره چیان زخمیان شول. چارواکي وايي اټکل کېږي چې دمړېو شمیر به نور هم زیات سي. دترېپولي د ښار ډېر دوکانونه بند دي.

دغه ملیشه قوتونه دهغه وخت راهیسې چې په 2011 کال کې د معمر قذافي خلاف پاڅون شوی و هلته پاتې دي. رپوټ وايي دا ملیشې په لیبیا کې یو غټ قوت ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG