د لاس رسي وړ اتصالات

،،قیوم کرزی به د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې ودریږي،،


د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزی وايي چې په ۲۰۱۴ کال کې د دوي د کورنۍ څخه قیوم کرزی انتخاباتو درېږي. هغه وویل چې ددوي ډله د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتي ایتلاف څخه ځکه وتلې ده چې هغوي د پالیسیوو او برنامو پر اساس نه وه سره راټول شوي.

ښاغلي کرزي وویل چې ورور یې قیوم کرزی اوس د ولس د پیاوړتیا د حزب په نامه جریان سره کار کوي او د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې به ځان کاندید کړي.

محمود کرزي زیاته کړه چې د پنجشنبې د ورځې ایتلاف یو ښه ګام دی او دا چې دا د افغانستان په ګټه ده چې ګوندونه ایتلاف سره وکړي او سیاست وکړي خو نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې هر ګوند چې غواړي قدرت ته ورسېږي باید د خپلو پروګرامو او برنامه په هکله خلګو ته معلومات ورکړي او خلګو ته دا قناعت ورکړي چې ولي غواړي د افغانستان زعامت په لاس کې واخلي.

د محمود کرزي سره د حسیب الکوزي مرکه په بشپړه توګه په لاندې لینک باندې اوریدلای شیْ


  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG