د لاس رسي وړ اتصالات

اڅکزی: د ملا فضل الله د ورسپارلو غوښتنه مې نه ده کړې


 د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګنې، ده له ولسمشر حامد کرزي څخه پاکستان ته د طالب مشر ملا فضل الله د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي کابل ته د نواز شریف د ځانګړي استازي په توګه د ده سفر یوازې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو په خاطر د اسلام اباد د پیغام رسول و .

ښاغلي اڅکزي وویل د پاکستان نوی حکومت په افغانستان کې د سولې راوستلو ښه اراده لري او دا چې که کابل او اسلام اباد له یو بل سره رښتینې ملګرتیا او مرسته وکړي، په سیمه کې د ترهګرۍ لمنه ژر ټولېدی شي .

ښاغلی اڅکزی تېره اونۍ د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ځانګړي استازي په توګه په کابل له ولسمشر کرزي سره وکتل.

نوموړي په دغې مرکې لومړی له پاکستان څخه د ولسمشر کرزي پر دریو مشخصو غوښتنو خبرې کوي::::

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:27 0:00
مستقیمه لیکه
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG