د لاس رسي وړ اتصالات

پر ملالې جوړ شوی فلم خپور شو


په دغه مستند فلم کې د تعلیم لپاره د ملالې یوسفزۍ پر مبارزې او هلو ځلو سربېره، د هغې د کورنۍ او ژوند نور اړخونه هم څېړل شوي.
په دغه مستند فلم کې د تعلیم لپاره د ملالې یوسفزۍ پر مبارزې او هلو ځلو سربېره، د هغې د کورنۍ او ژوند نور اړخونه هم څېړل شوي.

پر ملالې یوسفزۍ جوړ شوی مستند فلم ( هغه پر ما د ملالې نوم کېښود) نومیږي. د فلم جوړوونکی ډیویس گوگن هایم دی .

ملاله د نجونو د تعلیم د پاره مبارزه کوله چې طالبانو په ٢٠١٢ کال کې په سوات کې، له ښوونځي کور ته په لار،په ډزو په سر ووېشتله. ملاله سخته ژوبله شوه خو ژوندۍ پاتې شوه او کلک دریځ یې ونیوه.

ډیویس گوگن هایم په خپل فلم کې دا ښکاره کوي چې ملاله څنګه له برید وروسته په نړۍ کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ یو سمبول وگرځېدله.

ډیویس گوگن هایم وایي د ملالې ژوند له هماغې وروسته ولیکل شو او را دبره شوه چې، د هغې پلار پرې د افغانانو د ١٩ پېړۍ د یوې افسانوي اتلې نوم کېښود.

د هغې دشخصیت او د ارادې قوت د پوهاوي دپاره ډیویس گوگن هایم په خپل فلم کې د هغې د کورني کلتور او ټولنیز اړخونو او په خاص ډول له پلاره سره یې نژدېوالي ته کتنه کړي.

ملاله وايي طالبانو داسې فکر کاوه چې کولۍ به موږ غلي کړي.
ملاله وايي طالبانو داسې فکر کاوه چې کولۍ به موږ غلي کړي.

په هغي د میوند د ملالې نوم اغیز کړی دی، د میوند ملالې د انګریزانو خلاف جنک کې افغان پوځ هڅولي وو چې وجنګیږي او بریالي شي.

فلم دا ښکاره کوي چي کله ملاله وویشتل شوه، د هغي پلار ډېر خفه وه ځکه هغه ځان گرم باله چې هغې ته یې داسې فکر ورکړ چې ژوندیې په خطر کې شو.

خو ملاله بل ډول فکر کوي " زما پلار ماته د ملالې نوم راکړ خو، ملاله یې نکړم."

دغه مستند فلم دا پوښتنه هم راپورته کوي چې هغه کوم شرایط وو چي له ملالې یې داسې مبارزه او یوه پېژندل شوې څېره جوړه کړه.

ملاله وايي "ما خپل ځان ته دا ژوند خوښ کړی دی؛ هغوی- طالبانو-داسې فکر کاوه چې کولۍ به موږ غلي کړي خو زه هغه ملاله یم."

د ملالي یوسفزي پلار ضیاالدین یوسفزي وایي "هغه چي ډیره ماشومه وه، زما ډېر ملگري به زما کور ته راتلل، نو موږ به په سیاست خبري کولې ، موږ به په اساسي حقونو خبري کولې، نو ملاله به زموږ سره ناسته وه."

په خپله ملاله وايي "زه چي کوچنۍ وم ما به د خپل پلار خبرې اورېدلې چې هغه څه وايي او څنگه خبرې کوي."

یو خبریال چي د ملالي سره یې مرکه کوله تري پوښته وکړه، که ته د سوات یوه عادي نجلۍ وای، اسو به څنګه وای، هغې وویل " زه اوس هم یو عامه نجلۍ یم، خو که زما مور او پلار د عامو خلکو په شان وای، زما به اوس دوه بچي وو."

گوگن یام دهغي زوروتیا داسي بیان کړه " ملاله د نړۍ د مشرانو سره خبرې کوي. موږ په نایجریا کي وو چي د بوکو حرام د ډلې لخوا د ښوونځي زده کونکي له ډېره وخت تښتول شوي وو. هغې په دې ټینگار وکړ چي د جمهوریس گوډ لک جانتن سره وویني او هغه ته وویل چي ته د دې نجونو د پاره څه کوې؟ دا ستاسو مسولیت دی چي هغوی راخلاصې کړې. هغي د جمهوریس بارک اوباما سره ملاقات وکړ او د ډرون الوتکو د بریدونو په اړه یې ورڅخه پوښتني وکړي."

ملاله وايي که زما پلار په خپلې سیمې کې د نورو عادي خلکو په څېر فکر او اند درلوده، اوس به زما دوه بچي وو.
ملاله وايي که زما پلار په خپلې سیمې کې د نورو عادي خلکو په څېر فکر او اند درلوده، اوس به زما دوه بچي وو.

ډیویس گوگن هایم د امریکا غږ ته وویل "هغې سره داسې څه شته چي نړۍ ته زده کړه ورکولی شي، یوازې دا نه چې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي بلکې، هغه روحاني شخصیت لري او زه داسي فکر کوم چي د هغی غږ ډېر زورور دی، هغه د هغو ډېرو خلکو دپاره خبرې کوي چي غږ یی څوک نه اوروي."

په خپله ملاله وايي " زه غواړم خپله کیسه وکړم، داسې نه ده چې دا ځانگړې ده. دا د ډېرو نجونو کیسه ده. هغوی د رڼا اهیمت هغه وخت درک کوي چي موږ تیاره ووینو. راشﺉ چې خپل کتابونه او قلمونه راپورته کړو، دا زموږ تر ټولو زوروې وسلې دي."

ملالې ته د هغې د زروړتیا او پیغام له کبله په ٢٠١۴ کالکې د نوبل د سولې جایزه هم ورکړل شوه.

دا معلومه نه ده چې پر ملالې یوسفزۍ باندې په جوړ شوي مستند فلم باندې ټول څومره لګښت راغلی دی.

XS
SM
MD
LG