د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې د لومړي ځل لپاره خبرې کړي


په بریتانیې کې ډاکټران وايي چې ملاله یوسفزۍ چې د طالبانو له خوا په سر کې ویشتل شوې وه اوس پر پښو درېدلې ده او د لومړي ځل لپاره یې لیکل پیل کړي دي.


خو د بریتانیې د برمینګهم په ښار کې د ملکلې الیزیبیت په روغتون کې چیري چې د ملالې درملنه کېږي ډاکټروانو ویلي دي چې هغه اوس هم په بشپړه توګه د خطر څخه نه ده راوتلې.

د بریتانیې تلویزوني چینل د ډاکټرانو څخه نقل قول کړی دی چې وايي مرمې د ملالې ماغذه اغیزمن کړي دي خو د کاره یې نه دي اچولي.

ډاکټرانو ویلي دي چې ملاله د لیکنې له لارې ډیرې ښه خبري کولی شي خو په ژبه خبري نه شي کولای ځکه په ستوني کې یې یو ټیوب دی.
XS
SM
MD
LG