د لاس رسي وړ اتصالات

په برطانې کې د روغتون نطاق واي د ملالی وضع ښه ده


malalai yousufzai
malalai yousufzai
د برتانیی پولیس وایی، دا رپوټونه صحیح نه دی چه په هغه روغتون کی څو کسه نیول شویدی چه پاکستانی نجلئ په کی بستر ده. ملاله طالبانو ویشتلی ده.

نن د ملکې الیزابت د روغتون ریسی ډیوېډروسر، خبریالانو ته وویل، څو کسه چه ویل یی د ملالۍ خپلوان دی بیگا ونیول شول او د برمنگهم په روغتون کی توقیف شول.

خو د محلي پولیسو نطاق د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، هیڅوک نیول شوي نه دي، خو هغه کسان نیول شویدي چه د ملالی خیرخواهان دی او غوښتل یی چه هغه وگوري.
پولیس وایی ملالې ته هیڅ خطر نه و، او د روغتون مامورین وایی امنیت یی ټینگ دی.


ملاله یوسفزې پرون د پاکستان نه د علاج دپاره برتانیی ته ورسول شوه. د پاکستان پوځی مامورین وایی، څو ډاکټرانو تجویز کړی و چه دغه څوارلس کلنه نجلئ داسی یو روغتون ته یوړل شی چه هلته ددغسی سختو، زخمونو علاج کیدې شي.


وسلوالو طالبانو یوسفزئ د اکتوبر په نهمه هغه وخت په گاړي کی په گولی وویشته چه په سوات کی د ښوونځي نه کور ته روانه وه.
طالبانو ویلي دي، دا نجلی یی ځکه وویشته چه د طالبانو په ضد غږیده.

د ملکې الیزابت د روغتون نطاق نن وویل، د ملالې وضع ښه ده، او امکان شته چه روغه شي.
XS
SM
MD
LG