د لاس رسي وړ اتصالات

ملالې یوسفزۍ په ملګرو ملتونو کې وینا وکړه


د هغه وخت راهیسي چې طالبانو هڅه وکړه چې ملاله یوسفزۍ د انجوڼو د ښوونې او روزنې د ودې په خاطر ووژني، ملالې یوسفزۍ د جمعې په ورځ خپله لومړۍ وینا وکړه او د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د ټولو ماشومانو دپاره د وړیا ښوونې روزنې غږ پورته کړ.


ملالې د جمعې په ورځ د ۱۶ کالو کېږي. سږکال به پرته له شک د هغې دپاره یو ځانګړې کلیزه وي البته یو داسي کلیزه چې هغې یې د لمانځلو تمه نه درلوده ځکه ۹ میاشتې مخکي نوموړې په پاکستان کې د طالبانو له خوا په سر کې په مرمۍ وویشتل شوه.


پر ملالې باندي ځکه برید وشو چې هغې په خپل هیواد پاکستان کې د انجوڼو د زده کړې د حق لپاره مبارزه کوله. خپل د ۱۶ مې کلیزې پر مهال ملالې ویلي چې د تحفو د اخیستو پر ځای غواړي چې د نړۍ د تنکیوو ځوانانو سره یوه تحفه شریکه کړي او هغه نړیواله زده کړه ده چې په نړۍ کې لاس رسی ورته آسانه شي.

ملالې د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د زرو شاوخوا زده کونکو ته وویل چې د انسانانو د ژوندانه د ښه کولو دپاره ښوونه روزنه تر ټولو غوره لاره ده. ،، راځیْ چې قلمونه او کتابونه راپورته کړو. همدغه کتابونه او قلمونه زمونږ تر ټولو قوي وسلې دي. یو ماشوم، یو ښوونکی، یو قلم یو کتاب کولای شي چې نړۍ ته تغییر ورکړي. زده کړه یواځنی لاره ده.،،

ملاله به نن د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته یو غوښتن لیک وړاندي کړي چې تر اوسه پوري د ۳ لکو دیرشو زرو کسانو له خوا لاس لیک شوی دی او په کښي غوښتنه شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دي نویو ښوونکو ته بودیجه برابره کړي، نوي ښوونځي دي جوړ کړي، کتابونه دي چاپ کړي او د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر تر میاشتې پوري دي هره انجلۍ او هلک ښوونځي ته لاره پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاندې مارتین نیسرکي وايي چې ښاغلی بانکي مون دې ته سترګي په لاره دی چې دغې زړوړې تنکۍ انجلۍ ته د ملګرو ملتونو په سازمان کې ښه راغلاست ووايي. ښاغلي بانکي مون حتی نن د جمعې ورځ د ملالې په نامه ونوموله.


د یادونې وړ ده چې ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې ۵۷ میلیونه ماشومان ابتدايي ښوونځي ته نه ځي او ددغو ماشومانو له جمعې نه اکثریت یې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو تیر سپتمبر یو نړیوال ښوونیز پروګرام پیل کړ او هدف یې دا دی چې د هر ماشوم دپاره د ښوونځي د تګ زمینه مساعده شي او با کیفیت زده کړې ته لاس رسی پیدا کړي.
XS
SM
MD
LG