د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو ایچ او: افغانستان کې د ملاریا ۹۰ سلنه پیښې تیر کال ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې وې


د روغتیا نړیواله اداره وايي، چې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د اوړم میلادي کال ۲۰۲۱ پرتله په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ پیښې ۴۵ فیصده زیاتې ثبت شوي، چې نوي فیصده یې ددغه هیواد په څلور ختیځو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

'ډبلیو ایچ او' د سه شنبې په ورځ د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې تیر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې یو سل او پنځویشت زره او ۷۸۷ د ملاریا پیښې ثبت شوې وې.

د اپریل ۲۵ په نړۍ کې د ملاریا د ناروغې سره د مبارزې د نړیوالې توګه لمانځل کیږي. افغانستان د نړۍ په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې په کې د ملاریا د ناروغۍ پیښې زیاتې لیدل کیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل هم خبریالانو ته ویلي، چې تیر میلادي کال کې د اوړم کال پرتله د ملاریا پیښو کې ۴۵ فیصده زیاتوالی راغلی و . خو د هغه په وینا په عمومي ډول د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې افغانستان کې د ملاریا پیښې کمې شوي دي.

ښاغلي امرخیل وویل " د ۲۰۱۶ میلادۍ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د ملاریا واقعات ۶۷ فیصده کم شوي دي. د ۲۰۲۲ کال واقعات که د ۲۰۲۱ کال د واقعاتو سره چې مونږ سره موجود دي که پرتله کړو په ۲۰۲۲ کال کې د ملاریا په واقعاتو کې نږدې ۴۵ فیصده زیاتوالی راغلی و. علت یې هم د ښه روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی دی".

د دعامې روغتیا وزارت ویاند وايي، چې تیرکال په هغو سیمو کې، چې د ملاریا د ناروغۍ د ګواښ لاندې دي تر دوو میلیونو پورې پشه خانې خلکو ته ویشل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د ملاریا د ناروغۍ دوه ډولونه فالسیپاروم او پلاسمودیم وای واکس پیښې لیدل کیږي.

ښاغلي امرخیل وویل " په دې کې نږدې ۹۶ فیصده یې د وای واکس د ډول پیښې دي ". د عامې روغتیا وزارت د معلومات پر اساس په تیرو څلورو کلنو کې په افغانستان کې د ملاریا پر ناروغۍ د مړینې کومه پیښه نه ده شوې.

ډاکټران وايي، چې د ملاریا ناروغي د ملاریا د ماشې په واسطه انسانانو ته انتقالیږي او که پر وخت یې علاج ونشي حتی پر دغې ناورغۍ د اخته ناروغ د مړینې سبب هم کیدلی شي. د ملاریا ماشې اکثره د دوبي په موسم کې په ګرمو سیمو کې د نورو سیمو پرتله زیاته لیدل کیږي.

د روغتیا نړیواله اداره د ملاریا د ناروغۍ په علایمو کې تبه، سخته یخني او کمزورتیا احساسول ښودلې او ددغو علایمو د احساسولو په صورت کې خلکو ته د ډاکټرانو سره د مشورې او هم هغو خلکو ته، چې د ملاریا د ماشې تر اغیز لاندې سیمو کې ژوند کوي د پشه خانو د استعمالولو سپارښتنې کړي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې په بشپړ ډول د ملاریا د ناروغۍ د ختمیدو او ورسره د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د دارو اودرملواو طبي وسایلو د برابرولوغوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوالې ادارې 'ډبلیوایج او' ویلي، چې یوازې د تیر مارچ په میاشت کې یې د ۵۴ روغتیايي کلسټرونو له لارې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ۳۰۷ ولسوالیو کې یو میلیون او څه باندې ۴۶۵ زره کسانو ته بشري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د مارچ په میاشت کې يې د دریو ولایتونو په مرکزونو کې په زندانونو کې د بندیانو په ګډون په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۱۱۲ زره کسانو ته ۱۵.۲۴ ټنه دارو او نور د اړتیا وړ مواد هم برابر کړي دي.

ډبلیو ایچ او په یو راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ یې خپور کړی ویلي، چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه یې ګرځنده روغتیايي ټیمونه په ثابتو روغتیايي مرکزونو کې مدغم کړي دي.

XS
SM
MD
LG