د لاس رسي وړ اتصالات

د چرګانو بوی د ملاریا په مخنیوي کې ګټوره نسخه


د هغو میاشو په ګډون چې د ملاریا وژونکې ناروغي د یو انسان نه بل انسان ته انتقالوي د ټولو میاشتو دا خوښیږي چې انسانان وچیچي. هغوي د همدغو وینو له لارې ناروغي انتقالوي.

د میاشو خوراک وینه ده او هغوي ځیني وختونه د خپل خوراک د پوره کولو لپاره غوایان، اوزې او پسونه چیچي. میاشې خپل خوراک په ډیر دقت ټاکي. د مثال په ډول میاشې د چرګانو وینه نه خوښوي او همدا وجه ده چې ډیر لږ وخت هغوي چیچي.

دا معلومات د سویډن یوې څیړونکې ډلې په ایتوپیا کې د څیړنو پر وخت پیدا کړیدي. ساینس پوهانو غوښتل چې په سیمه کې د ټولو نه زیاتې پیدا کیدونکې میاشې معلومې کړي. هغوي د دې کار لپاره په یوولسو کورونو کې جالونه خپاره کړل چې میاشې پکې راګیر کړي.

کله چې څیړونکو د میاشو وینې معاینه کړلې، معلومه شوه چې د ټولو حیواناتو وینه پکې موجوده وه خو د چرګانو وینه پکې بیخې لږه وه او یا هیڅ نه وه.



د څیړونکو سره اوس دا پوښتنه پیدا شوې چې آیا دا به ښه نه وي چې په هغو سیمو کې چې ملاریا پکې زیاته پیدا کیږي، خلک د چرګانو سره نږدې ویده شي. څیړونکی ریکریټ اګنیل پدې هکله وایي " مونږ هر وخت دا ټوکه کوو. ځیني خلک حتی دا وایي چې د ملاریا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره پکار ده چې خلک پخپلو جیبونو کې چرګان وساتي. خو خلکو تر اوسه دا کار ندی کړی. "
پروفیسر اګنیل د سویډن د کرنې په پوهنتون کې استاد دی او د هغو حشراتو په هکله څیړنې کوي چې ناروغي انتقالوي.

پروفیسر اګنیل د خپلو څیړنو لپاره ځیني کسان د شپې لخوا په پشه خانو کې ویده کړل چې هیڅ مواد پرې نه و وهل شوی خو د پشه خانو سره نږدې یې چرګان تړلي و. دې کسانو په پشه خانو کې یوولس شپې تیرې کړلې. خو کله چې څیړونکو نیول شوې میاشې معاینه کړې، یوازې په څو دانو کې یې د چرګانو د وینې نمونې پیدا شولې.

" په بلې څیړنې کې مونږ یو چرګوړی د یو جالي څنګ ته وتاړه. دا جالي مونږ د دې د پاره ایښی و چې میاشې پکې ونښلي. پدې څیړنې کې مونږ ته معلومه شوه چې په جال کې د میاشو نښتل پنځه نوي په سلو کې کم شوي و او دا راته ثابته شوه چې چرګان او د هغوي بوی کولی شي په کورونو کې د میاشو مخه ونیسي. "
پروفیسر اګنیل وایي د چرګانو دا بوی چې د میاشو مخه نیسي، ډ هغوي په بڼکو کې دی.
" په ایتوپیا او افریقا کې چې د خلکو سره مونږ کار کړی، هغوي خپل حیوانات دننه په کور کې ساتي خو چرګان بیا د کور نه بهر ساتي. خو ښایي چې تر دې وروسته به هغوي چرګان دننه په کور کې وساتي او دا به معلومه شي چې آیا د میاشو مخه نیسي که نه. "

اګنیل وایي چې د میاشو نه په بشپړه توګه د بچ کیدو په خاطر پکار ده چې د داسې پشه خانو نه کار واخیستل شي چې د میاشو د وژلو دوا پرې وهل شوي وي ځکه چې د انافیل میاشی چې د ملاریا ناروغي انتقالوي، خلک هر وخت چیچلی شي.
" خلک د ګرمۍ په موسم کې بهر کښیني او پکار ده چې پدې وخت کې د پشه خانو نه کار واخیستل شي. "

اګنیل او ډلې یې یو ډول ځانګړې شمع هم جوړه کړې چې په ترکیب کې یې د چرګانو د بڼکو بوی هم یو ځای شوی. هغوي غواړي معلومه کړي چې کله دا شمع بله شي او د چرګانو د بڼکو بوی خپور شي، آیا د میاشو مخه به ونیسي که نه. پروفیسر اګنیل وایي پدې کې هیڅ شک نشته چې د چرګانو د بڼکو بوی میاشې کور ته نږدې نه پریږدي.

XS
SM
MD
LG