د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د ملاریا د جوړ شوي واکسین د تطبیق اجازه ترلاسه کړه


ټاکل شوېده د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون له خوا د ملاریا جوړ شوی واکسین د لومړي ځل لپاره په ګانا کې تطبیق شي.

د اکسفورډ پوهنتون په بیان کې ویل شوي، دا واکسین د پنځو تر ۳۶ میاشتو پورې ماشومانو لپاره منظور شوی، هغه سن چې د ملاریا له امله د مړینې لوړ خطر سره مخ دی.

په بیان کې ویل شوي:"هیله ده دا لومړی مهم ګام، واکسین په دې قادر کړي چې له ګانایي او افریقایي ماشومانو سره د ملاریا په وړاندې د موثرې مبارزې په برخه کې مرسته وکړي."

پروفیسور اډریان هیل د R21/Matrix-M واکسین د پروګرام څیړونکی او د جینر انستیتوت مشر وایي دا په اکسفورد کې د ملاریا واکسین په اړه د ۳۰ کلونو څیړنو پایله ده چې په لوړ کیفیت یو واکسین هغو هیوادونو ته په مناسبه کچه عرضه شي چې اړتیا ورته لري.

اکسفورډ د تیر کال په سپټمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د ملاریا واکسین تقویتي دوز به د یادې ناروغۍ په اړه ډیر خوندیتوب رامنځ ته کړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا کم قیمته واکسین به په راتلونکو څو کلونو کې په پراخه کچه تولید شي.

نړیوال څیړونکي وایي، دا واکسین کیدای شي له ملاریا سره د مبارزې په برخه کې د عطف مهمه نقطه وي، هغه ناروغي چې په ۲۰۲۰ کال کې یې ۶۲۷۰۰۰ کسان ووژل چې اکثریت یې په افریقایي هیوادونو کې وو.

تیر کال هم د بریټانیا د درمل جوړولو ستر شرکت GSK یو بل واکسین تولید کړ چې د روغتیا نړیوال سازمان د ملاریا په وړاندې د مبارزې لپاره تجویز کړ او تر دا مهاله په افریقا کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته تطبيق شوی دی.

خو څیړونکو موندله چې د یاد شرکت د واکسین موثریت د کابو ۶۰ سلنه په شاوخوا کې دي او حتی د تقویتي دوز سره هم د وخت په تیریدو موثریت له لاسه ورکړي.

په هغو څیړنو کې چې تیر کال خپرې شوې د ملاریا د مخنیوي په وړاندې د اکسفورد نوي واکسین R21/Matrix-M موثریت ۷۷ سلنه ښودل شوی او دا لومړی ځل دی چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ۷۵ سلنه هدف یې پورېه کړې دې.

XS
SM
MD
LG