د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا په مسافر وړونکي الوتکې پسي لټون ادامه لري


د مالیزیا هوايي شرکت وايي چې د هغې الوتکې دپاره نړیوال لټون پیل سوی دی چې د کولا لمپور څخه د بیجینګ پر خوا روانه وه او پر لاري د رادار څخه ورکه سوه. په الوتکه کي ۲۳۹ مسافرین او د الوتکې عمله شامله وه.


د مالیزیا هوايي شرکت وايي چې د ام اچ ۳۷۰ نمبر پرواز الوتکې سره یې دوه ساعته وروسته له هغه نه چي الوتکې پرواز وکړ ارتباطات قطع شول. الوتکې په سیمه ایز وخت د شنبې په ورځ سهار وختي د مالیزیا د پلازمینې څخه پرواز کړی و.


په یوه خبري کنفرانس کي د مالیزیا د هوايي شرکت اجرایوي ريْس احمد جوهري یحی وویل چې شرکت یې د ژغورنې او پلټنې د ټیمونو سره کار کوي چې الوتکه پیدا کړي او د مسافرینو او عملې د کورنیوو سره په تماس کي دی.

د مالیزیا د هوايي شرکت د فیسبوک پر پاڼې باندي لیکل سوي دي چې د الوتکې سپرلۍ د ۱۴ هېوادونو مربوط وو چي ۱۵۲ یې چینایان وو، ۳۸ یې مالیزیایان وو او څلور کسه نور یې امریکایان وو.


د چین د ژینوا خبري آژانس وايي چې د بوینګ ۷۷۷ ډول الوتکې سره یې د ویتنام په هوايي قلمرو کي ارتباطات قطع سوي دي. دغه آژانس وايي چې الوتکه د چین هوايي قلمر ته نه دی ننوتلې. بیجینګ وايي چې حد اقل د پلټنې دوې ډلې یې ګمارلي دي چې د لټون په عملیاتو کي برخه واخلي.


وروستۍ پېښه چې په ترڅ کي یې د بوینګ ۷۷۷ الوتکه راولویده د آشیانې د هوايي شرکت اولوتکه وه چې د ۲۰۱۳ کال د جولای په میاشت کي د امریکا د سان فرانسیسکو په ښار کې راوغورځېده. په هغه پېښه کي ۳ کسه ووژل شول. ویل کېده چې د الوتکې د رالوېدو علت د پیلوټ غلطي وه.
XS
SM
MD
LG