د لاس رسي وړ اتصالات

مالیزیا د ایراني سندرغاړي کنسرت ته اجازه ورنکړه


مالیزیا د ایراني سندرغاړي کنسرت ته اجازه ورنکړه

مالیزیا د ایراني سندرغاړي کنسرت ته اجازه ورنکړه

د مالیزیا حکومت د هغه ایراني سندرغاړي کانسرت فسخ کړ چې په ایران کې پرې د اسلام دین ته د سپکاوي تورونه لگول شوي دي.

سندر غاړی محسن نامجو چې خلک ورته د ایران باب ډېلن وايي، ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ په کولالمپور کې کنسرت ورکړي خو د مالیزیا د اطلاعاتو او کلتور وزیر ریس یاتم وویل چې ددغه کانسرت ورکول د دیني او کلتوري نقطه نظره مناسب کار نه دی.

د ایران یوې محکمې په ٢٠٠٩میلادي کال کې نامجو د اسلام دین ته د سپکاوي په تور په ٥ کلونو حبس محکوم کړی و.

ایراني چارواکي وايي چې هغه په خپلو څو سندرو کې د قران کریم په څو اېاتونو باندې مسخرې کړي وي، خو نامجو وايي چې د سندرو البمی یې بل چا د اجازې نه په غیر خپور کړی و.

XS
SM
MD
LG