د لاس رسي وړ اتصالات

د مالیزیا په ورکې شوې الوتکې پسي لټون ادامه لري


په داسې حال کې چې د اسیا د مختلفو هیوادونو سمندري بېړۍ او الوتکې د ورکې شوې الوتکې او د هغې د ٢٣٩ مسافرو لټون ته دوام ورکوي، د مالیزیا د هوايي پوځ قوماندان د یکشنبې په ورځ وویل چي د پوځي رادارونو څخه څرګندیږي چې دا ورکه شوې ٧٧٧ ډوله مسافر وړونکې بوئینګ الوتکه ښایي بیرته ستنه شوې وي.

د هوايي پوځ قوماندان رودزالی داود دا ونه ویل چې ظاهراً د لارې غلطولو وروسته به الوتکې په کوم لور حرکت کړی وي. تراوسه پورې د مالیزیا او ویتنام ترمنځ سمندري اوبو کې د ورکې شوې الوتکې د غورځیدو کومه نښه هم نده موندل شوې.

الوتکه د شنبې په سهار د کولالمپور نه د بیجنگ په لور روانه وه او په همدې ساحه کې د رادار څخه ورکه شوه. هوا ښه وه، الوتکې خپل پرواز پیل کړی و او پیلوټانو هم د خطر کوم پیغام ندی لیږلی. اوس د دې پرمختللی مسافر وړونکې الوتکې د سقوط کیسه ډیره غیرمعمولي ښکاري.

په الوتکه کي دوه په درو کي مسافرين چینایان وو، او پاتې نور د اسیا، شمالي امریکا او اروپایا اتباع وو. د مالیزیا، تایلند، سینگاپور، اندونیزیا، چین او د امریکا د متحده ایالاتو مجموعاً دوه ویشت الوتکې او څلویښت کشتۍ گانې په سیمه کې د ورکې الوتکې په موندلو بوختې دي.

بله خوا د مالیزیا د ترانسپورت وزیر د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل داسي تحقیقات هم پیل شوي ترڅو د هغو څلورو کسانو هویت معلوم کړي چې د مالیزیا په ورکه شوې الوتکه کې د غلا شوو پاسپورتونو یا مشکوکو اسنادو په وسیله یې سفر کوو.
XS
SM
MD
LG