د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي


په غزني کې امنیتي چارواکي وایي په دغو نښتو کې د ملامنصور د ډلې یو قوماندان هم وژل شوی دی.

په غزني کې امنیتي چارواکي وایي په دغو نښتو کې د ملامنصور د ډلې یو قوماندان هم وژل شوی دی.

په غزني کې چارواکي وایي، د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د سیالو ډلو ترمنځ د نښتو وروسته اوس ددغو نښتو لړۍ دې ولایت ته هم رسیدلې ده.

دا چارواکي وایي چې د ملا اختر محمد منصور او د ملا رسول د پلوي وسله والو ډلو ترمنځ دا نښتې د دوشنبې په ورځ د ناوې په ولسوالۍ کې پیل شوي چې په ترڅ کې یې د دواړو سیالو ډلو ۲۸ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالۍ ده چې د تیرو لسوکلونو را هیسې په کې طالبانو پاخه مرکزونه جوړ کړي دي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته د دغه ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې د طالبانو د سیالو ډلو ترمنځ نښتې تائید کړي او ویلې دي چې لا هم په سیمه کې د سیالو ډلو ترمنځ وسله‌والې نښتې دوام لري.

جنرال امرخیل وویل "دوه ورځې کیږي د غزني ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو څخه تر ۲۸ تنو پورې وسله وال وژل شوي دي".

د غزني امنیه قوماندان د وینا له مخې په دغو نښتو کې د شمس الین په نوم د ملا اخترمحمد منصور د ډلې یو مهم قوماندان هم وژل شوی دی.

جنرال امرخیل وویل چې په دغو نښتو له امله په سیمه کې د دواړو ډلو پوځي مرکزونه هم سوزیدلي دي.

د روان کال په پیل کې افغان امنیتي ځواکونو د یو څه وخت لپاره د طالبانو څخه د ناوې ولسوالۍ ونیوله، خو کله چې افغان پوځ له دغې ولسوالۍ بیرته خپل ځواکونه وویستل مخالفو وسله وال دغې ولسوالۍ ته بیرته ننوتل او په خپله ولکه کې یې راوستله.

تیره اونۍ د غزني په ګاونډ کې د پکتیکا په ولایت کې هم د ملا اختر محمد منصور او د ملا رسول د ډلو د قوماندانانو ترمنځ جګړې شوي دي.

په هغه ویډیو کې چې په افغانستان کې یو شمیر سیمه ایزو رسنیو خپره کړې د ملا عبیدالله هنر په نوم د طالبانو یو قوماندان د ملااخترمحمد منصور د ډلې په خلاف د جګړې اعلان کړی دی.

د غزني د ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په روانو نښتو کې د ښکیلو ډلو د یوې ډلې د سوق او ادارې یو مهم مرکز هم ویجاړ شوی دی.

خو دا چارواکي وایي، تراوسه لا معلومه نه ده چې دا مرکز ددغو دوو سیالو ډلو د کومې ډلې پورې مربوط وو.

د ملا اخترمحمد منصور ډلې د پکتیکا په جګړو تبصره کړې خو دغې ډلې او د ملا رسول ډلې تراوسه د غزني د ولایت په جګړو تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG