د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو پر رازق مامون د حمله کوونکي په اړه شواهد موندلي


پولیسو پر رازق مامون د حمله کوونکي په اړه شواهد موندلي
پولیسو پر رازق مامون د حمله کوونکي په اړه شواهد موندلي

یو مشهور افغان ژورنالست او لیکوال چې چا یې په مخ باندی تیزاب شيندلي، په روغتون کی بستر شوی دی.

رزاق مامون وايي چې د سه شنبی په ورځ په داسې حال کې چې د کابل په مکروریانو کې د خپل کور نه دباندی په سړک روان و، تېزاب پرې وشېندل شول. په حمله د هغه مخ او لاسونه سوځېدلي دي.

د پولیسو یوه لوړ پوړې مامور نن د امریکا غږ پښتو څانگې ته وویل چې پولیسو ددغې حملې په اړه یو لړ شواهد راپیدا کړي دي او شاېد چې حمله کوونکی ونیول شي.

رزاق مامون په کابل کې د بست باستان په نوم یو اژانس چلوي او په افغانستان کې له دې امله یې خلک پېژني چې اکثرا رشوت خورئ او اختلاس په اړه رپوټونه خپروي. هغه د طلوع په تلویزون باندی هم کله کله راښکاره کیږي او په ورځپاڼو کې هم لیکنې کوي.

هغه څه موده مخکې یو کتاب ولیکه. په دغه کتاب کې لیکل شوي دي چې ایران په کال ٢٠٠١ مېلادی کې د مجاهدینو د یوه مشراحمد شاه مسعود په وژلو کې لاس درلوده.

جمهور رېس حامد کرزي یوه بیانیه خپره کړې ده او دغه حمله یې وغندله. د پروسږ کال پسرلي نه تر اوسه پورې دا شپږم وار دی چې په یوه افغان ژورنالست باندې حمله کیږي.

XS
SM
MD
LG