د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د بریتانیا د مانچستر ښار د حملې مسؤلیت ومانه


د بریتانیا په مانچستر ښار کې په یو کنسرت کې د چاودنې مسؤلیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید په کنسرت کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکیو په وسیله شوی دی.

د مانچستر په برید کې د څو ماشومانو په گډون ٢٢ تنه وژل شوي او شاوخوا ٥٩ تنه نور ژوبل شوي دي.

د بریتانیا پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د امریکا د پاپ مشهورې سندرغاړې "آریانا گراندیي" د کنسرت په پای کې شوې ده.

د بریتانیا صدراعظمې تریسا می، د پیښې د قربانیانو او کورنیو سره غمشریکي کړې او دغه پیښه یې "یوه خطرناکه ترهگریزه حمله" گڼلې ده.

د مانچستر پولیسو ویلي دي چې حمله "د یو ځانمرگي بریدگر له لورې شوې ده" او زیاتوي چې ​هغوي د دغې چاودنې په هکله د یوې ترهگرۍ پېښې په توگه تحقیقات کوي.

د بریتانیې پولیسو یو ٢٣ کلن ځوان ددغې پیښې په اړوند نیولی دی​.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې د فلسطیني مشر محمود عباس سره په لیدنه کتنه بوخ وو، د بریتانیا سره د خپلې خواخوږۍ د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې "شریر ماتې خوړونکي ددې برید ترشا دي".

یوې عیني شاهدې رویټرز ته ویلي "کله چې د کنسرټ نه بهر وتلو یوه سخته چاودنه وشوه او خلک وارخطا شو او په چغو یې شروع وکړه".

ددې کنسرت گډون کوونکي چې شمیر یې نژدې ٢١ زرو ته رسیده اکثر ځوانې نجونې وې چې د "گراندی" د آواز مینه ولې دي. د "آریانا گراندي" د موسیقۍ مسولینو ویلي دي چې میرمن گراندي "روغه او ښه ده".

کچیرې دغه حمله "ترهگریز برید" ثابت شي د ٢٠٠٥ کال د جولای د میاشتې راهیسې به په بریتانیا کې تر ټولو وژونکی ترهگر برید وي.

مقاماتو ویلي دي چې د تلفاتو د زیاتوالي امکان شته ځکه په پیښه زیات کسان ټپیان شوي دي.

امریکایي پاپ هنرمند آریانا گراندي، په اروپا کې د کنسرتونو په ترسره کولو بوخته ده چې دا سفر د فبرورۍ په ٣ د اریزونا د فونیکس له ښار نه پیل شوی دی. دغې امریکایي سندرغاړې ددې پیښې نه وروسته نورو هیوادونو ته خپل هنري سفر لغوه کړ.

XS
SM
MD
LG