د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا وایي بریدگر سلمان عابدي استخباراتي ادارو پیژانده


د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر امبر روډ د چارشنبې په ورځ وویل چې د مانچستر د ښار ځانمرگی بریدگر له پیښې دمخه د بریتانیا استخباراتي ادارو "پیژانده".

د سه شنبې په ورځ ( مۍ ٢٣ ) د برتانیې پولیسو د مانچسټر په ښار کې د هغه ځانمرگه بریدگر تفصیل خپور کړیدی چې ٢٢ تنه یې وژلي او په لسگونو نور یې زخمیان کړيدي.

بریدگر سلمان عابدي نومیده او ٢٢ کلن و. پولیسو د هغه په هکله نور تفصیل ندی ورکړی.

د برطانیې د مانچسټر په ښار کې پرون د دوشنبې په ماښام په یوې ځانمرگې حمله کې ٢٢ تنه ووژل شول چې زیاتره پکې تنکۍ پیغلې وې. دا د تېرو ١٢ کلونو په مودې کې په برتانیې کې د ترټولو خونړۍ حمله وه.

د مانچسټر پولیس وایي چې پدې هکله تحقیقات کوي چې ایا عابدي یواځې دغه حمله کړیده او که نور څوک ورسره ملگري و.

د امریکا امنیتي سرچینې وایي چې سلمان عابدي په ١٩٩٢ کال کې په برطانیې کې زیږیدلی و او مور پلار یې د لیبیا دي. داسي ویل کیږي چې عابدي د حملې نه مخکې په اورگاډي کې د لندن نه مانچسټر ته راغلی و.

د مانچسټر د پولیسو مشر آین هاپکنگز خبریالانو ته وویل "مونږ د ترهگرۍ ضد پولیسو او د نورو امنیتي ادارو سره یو ځای دا کوښښ کوو چې معلومه کړو حمله کونکي په یواځي سر دا کار کړی او که د کومې ترهگرې شبکې سره یو ځای یې دا حمله پلان کړي وه."

دغه ځانمرگه برید د مانچسټر په یو لوی تالار کې د امریکا د مشهورې پاپ موسیقۍ سندرغاړې اریانا گراندی د کنسرټ په پای کې وشو. سندرغاړې اریانا گراندی په خاصه توگه د جینکو تر منځ زیات محبوبیت لري.

برتانیې د دغې خونړۍ حملې نه وروسته سخت امنیتي تدابیر نیولې دي او وایی چې امنیتي تدابیر یې د مخکې نه لا نور سخت کړیدي.

د برتانیې صدراعظمې ټیریسا مۍ په ټلویژن کې په وینا کې وویل چې د امنیت ټینگولو د پاره یې امنتیي ځواکونه مهمو ځایونو ته استولي او پوځ ته یې هم امر کړیدی چې په کنسرټونو او لوبو کې امنیت وساتي.

د اسلامي دولت ډلې د دغه برېد مسئولیت په غاړه اخیستی او وایي چې دا یې د غرب نه د صلیبي جنگونو بدل اخیستی.

XS
SM
MD
LG