د لاس رسي وړ اتصالات

د چرسو استعمال پر حافظې منفي اثر کوي


مخکنیو څیړنو هم پر حافظې باندې د مروانا، چرسو او د کانابیس د نورو ډولونو زیانونه څرگند کړي وو.
مخکنیو څیړنو هم پر حافظې باندې د مروانا، چرسو او د کانابیس د نورو ډولونو زیانونه څرگند کړي وو.

د یوې نوې څیړنې د موندنو له مخې هغه کسان چې په ځوانۍ کې په پرله پسې توگه مروانا او چرس استعمالوي د عمر په منځنیو کلونو کې یې لږې کلیمې په یاد وي. مروانا د کتنابیس له ډلې او د چرسو په څیر دي.

دغه څیړنه چې د امریکا د طبي انجمن په ژورنال کې خپره شوی په امریکا کې د ځوانانو او لویانو په منځ کې د کانابیس د ډلې په ځانگړې توگه د مروانا د کارولو د زیاتوالي خبر وکوي.

ددې څیړنې د موندنو په بنسټ زده کوونکي د سگرت او د تنباکو د نورو ډولونو د استعمال په پرتله مروانا په دې انگیرنه زیاته استعمالوي چې گواکې مروانا لږ تاوان رسوي.

د مروانا یا چرسو پر تاثیر باندې د پوهیدو لپاره څیړونکو څه دپاسه پنځه زره ځوانان چې د ١٨ او ٣٠ کالو عمر لرونکي وو انتخاب کړي وو او ویې موندل چې ددې نشه یی موادو څخه گټه اخیستل د یادښت کمزورتیا او د زده کړې د چټکتیا د کمیدو سبب کیږي.

ددې څیړنې لیکونکې ډاکتر ریتو اور وویل "په دې څیړنه کې ښځینه او نارینه، سپین پوسته او تور پوسته، په زده کړو سمبال او کم سواده کسان شامل وو چې مروانا یې استعمالوله.

تر اوسه څرگنده نه ده چې آیا د مروانا لږ او کله کله استعمال به هم همداسې تاثیر لري یانه. خو د هغو کسانو حافظه چې لږ تر لږه پنځه کاله یې مروانا مصرف کړې وه دهغو کسانو په پرتله کمزورې وه چې دغه نشه یي توکي یې نه و استعمال کړي.

مخکنې څیړنې هم پر حافظې باندې د چرسو او د کانابیس د نورو ډولونو د زیانونو څرگندونکې وې. د نوي زیلاند څیړونکو موندلي چې څو لسزې د مروانا پرله پسې استعمال د دماغ د تشخیصي فعالیتونو د کمزورۍ سبب کیږي.

په هکله نور جزییات د امریکا د طبي انجمن د ژورنال په ویبسایت کې ولولئ:

XS
SM
MD
LG