د لاس رسي وړ اتصالات

د مارجې اوسیدونکي: امنیت سته خو بیارغونه نسته


دمارجي ولسوالي ځايي اوسيدونکي او ولسي مشران وايي چي دوي له خپل منځ څخه ځوانان سيمه ييزو پوليسوته جلب کړي دي اوله دې لاري يې خپل امنيت په خپله نیولی ،خودولت يې د ولسوالۍ د بيارغونې بهيرته هيڅ پاملرنه نه کوي.

د مارجې ولسوالۍ هغه مهال زيات شهرت پیدا کړی چې د ۲۰۱۰ کال دمارچ په مياشت کې ۱۵۰۰۰ افغان او نړيوالوعسکرو پکښي ګډ تحاجمي عمليات وکړل او تردولتي حاکميت لاندې يې راوستله .

دمارجې عمليات که له یوه پلوه خپله د ناټوعمومي سرمنشي اندرس فوک راسموسن دناټولودهغه مهال دنوي ستراتيژۍ دعملي کېدو ازمون باله ،نوله بلي خواڅخه دهلمند ولايتي مسئولينوهم مارجه د دولت دوسله والومخالفينواو د مخدره موادو د کاروباريانوعمده مرکزيادوی .
مارجه چې د نادعلي والسوالۍ يوه برخه وه داهمیت له پلوه يې د والسوالۍ تشکيل ته ارتقاع وکړه .

ترعملياتووروسته دغي سيمي ته د ولسمشر حامد کرزي په ګډون دامريکا د دفاع وزیراودافغان کابينې ګڼو وزيرانوسفرونه وکړل اوله ځايي خلګوسره يې اساسي ژمنه دا وه چي دامنيت ترڅنګ به ددغي سيمي عمراني چاروته زياته پاملرنه کيږي .

ددې سيمي ځايي اوسیدونکي اوچارواکي وايي سره له دې چې يومهال دغه والسوالۍ دهلمند ترټولوناامنه سيمه وه ،خواوس دولسي وګړوپه مرسته پکښي ثبات ټينګښت پیداکړی اودسيمه ييزو پوليسوپه مرسته امنيتي حالت ترپخوپه بې ساري ډول کابوشوی دی .

دمارجې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ښادي خان وايي چې دا مهال د نوموړې ولسوالۍ ټولې امنيتي چارې د كورنيوځواكونوپه واك كې دي اوتردې مهاله له كومې ننگونې سره نه دي مخ سوي. ،،عزيزانوستاسي په مرسته نن شکرافغان ملي امنتيتي ځواکونه دا توان لري چي دولسوالۍ په هره برخه کې مستقيلانه عمليات وکړي اوموږاوس په مارجه کې هيڅ امنيتي ستونزه نلرو،،.

خودمارجې ځايي اوسیدونکي بیا وايي چي د۲ کالو په تيریدو سره بياهم په هغه اندازه چي د دوي طمع وه پرمختيايي کارونه ندي شوي .
دوی زياته وي چي اولس خپل مسئوليت سرته رسولی اوخپل سل ګونه ځوانان يې دسيمه ييزو پوليسو ليکوته شامل کړي .

د سیمې یو اوسیدونکی داسي وايي: ،،زموږسل ګونه ځوانان په محلي پوليسوکې ولاړدي اودخپلي سيمي امنيت ساستي ،دازموږکمک دی چي دخپلي سيمي امنيت خپله ساتو،تاسي وينی چي دمارجې له يخوسايوڅخه دښمن وشړل شوو هغه دښمن اوس دمحلی پوليسو دبدنامۍ کوښښ هم کوی ، موږمکتب غواړو ،موږمدرسه غواړو ،موږکلنیک غواړ اوپرمختيايي کارونه غواړوو ،، .

انکشافي کارونه اوښه حکومت داري دوه هغه عمده اړتياوې دي چي کتونکې له امنيت سره مستقيمی ارتباط ورکوي .

په وينايي چي که پدې کې يوه ته هم توجه ونشي داسی امکان لري چي ډیري قرباني اولاس ته راوړني بیرته ترګواښ لاندی راشي .
عزیزالله پوپل- کندهار
XS
SM
MD
LG