د لاس رسي وړ اتصالات

د فیسبوک موسس ۲۸ کلن زوکربرګ واده وکړ


د فیسبوک ټولنیز سایټ موسس مارک زوکربرګ خپل د اوږدې مودې معشوقې پریسیلا چن سره واده وکړ. هغه خپل د فیسبوک د اکونټ نه په استفادې په نړۍ کې د خپل واده اعلان خپور کړ. دغه ۲۸ کلن میلیارډر پرون د شنبې په ورځ د چن سره په یو لړ کوچني مراسمو کې د کلفورنیا ایالت د پالو التو په ښار کې واده وکړ.

هغه یوه ورځ وروسته له هغه نه واده وکړ چې د وال سټریټ په تاریخ کې بې ساری مثال ټینګ کړ او خپل د کمپنۍ اسهام یې خرڅلاوو ته وړاندي کړل.

هغو میلمنو چې د رسنیوو سره یې د خبرو اجازه درلودله وویل چې لومړۍ داسي فکر کیدی چې مراسم د میرمن چن د فراغت په مناسبت نیول شوي دي ځکه هغه د سن فرانسیسکو په پوهنتون کې طبي زده کړې بشپړې کړې، خو وروسته په مراسمو کې ورته وویل شول چې مراسم د زوکربرګ او چن د واده مراسم دي.

دواړو د لومړي ځل دپاره د هارورډ په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال سره ولیدل. زوکربیرګ اته کاله مخکي د هارورډ پوهنتون په یوې لیلیه کې فیسبوک ایجاد کړ.

زوکربګ پرون د شنبې په شپه خپل د فیسبوک پر پاڼه باندي د خپل واده انځور کښېښود او د یکشنبې تر سهاره پوري درې نیم لکوو خلګو هغه انځور خوښ کړی و.

XS
SM
MD
LG