د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د ټویټ نه وروسته جرمني ویلي د امریکا سره اړېکې مهمې دي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمني په تجارت او لگښتونو سخت انتقاد کړیدې او دغه یې 'ډیر بد' بللې دي. د ولسمشر ټرمپ د دغې انتقاد نه وروسته د دواړو پخوانیو متحدو ملکونو ترمنځ اړیکې یو څه خرابې شویدي. جرمني د ولسمشر ټرمپ د دغو خبرو په ځواب کې ټرمپ ته 'د غربي ارزښتونو د تباهکونکي' نوم ورکړی دی.

په داسې حال کې چې د دغو دواړو ملکونو تر منځ لفظي جگړه د کنټرول نه وتلې ده، د جرمني سیاستمدارانو د امریکا سره د اړیکو په اهمیت ټینگار کړیدی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سگمار جبریل وویل چې دغه خبرې بیخې سختې شویدي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ د جرمني د تجارت او لگښتونو په هکله په خپل ټویټر کې ولیکل چې "مونږ د جرمني سره په تجارت کې لوی کسر لرو. جرمني د ناټو په برخه کې چې څومره پکار ده د هغې نه ډیرې کمي پیسې ورکوي. دا د امریکا د پاره ډیر بد دي. دا به بدلیږي."

ښاغلې ټرمپ په جرمني دغه نیوکې د جرمني د صدراعظمې اینگلا میرکل د هغه خبرو نه وروسته کړیدي چې اروپا ته پکار د نوره په واشنگټن اتکا ونکړي.

ټرمپ د پنجشنبې د ورځې د ناټو په غونډه کې د ناټو په غړو ملکونو سختې نیوکې وکړی او په دی برسیره یې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې د نړیوال تړون نه هم ملاتړ څرگند نکړ.

د جرمنۍ صدراعظمې اینگلا میرکل د یکشنبې په ورځ ( مۍ ٢٨) د اوو سترو صنعتي هېوادونو او د ناټو د غونډې نه وروسته وویل چې په تیرو څو ورځو کې یې دا احساس کړیده چې اروپا باید نوره په امریکا اتکا ونکړي.

میرکل وویل "دا ما په تیرو څو ورځو کې ولیده او زه ځکه دا وایم چې اروپا دی خامخا د خپل راتلونکې غم پخپله وکړي. بی لشکه مونږ به د امریکا سره ملگرتیا، د برتانیې سره ښه گاونډیتوب او د نړۍ د نورو هیوادونو حتی د روسیې سره ښې اړیکې جارې وساتو."

اغلي میرکل زیاته کړه "خو مونږ ته باید دا معلومه وي چې مونږ به د خپل راتلونکې لپاره او د اروپا د اوسیدونکو په توگه د خپل اهدافو لپاره پخپله مبارزه کوو."

د جرمني د صدراعظمې دغه څرگندونو په واشنگټن کې خلک حیرانه کړل. په جرمني کې زیاتره سیاستمدارانو د اینگلا میرکل د خبرو نه ملاتړ څرگند کړیدی خو د جرمني د بهرنیو چارو وزیر سگمار جبریل وایي چې په دی مسئله کې صبر او حوصله پکار ده. هغه وویل

"د امریکا متحده ایالات د اوسنۍ لانجې نه ستر او مشر دی."

هغه هیله څرگنده کړه چې د دواړو ملکونو تعلقات به ښه شي. ښاغلي جبریل زیاته کړه چې دا ډیره د خپگان خبره ده چې اوس زمونږ د ملک مشران په ټویټر یو بل ته پېغامونه استوي.

د جرمني صدراعظمې د هند د صدراعظم نریندر مودي سره د ملاقات په وخت یو ځلې بیا وویل چې هغه د امریکا او د اټلانټک هیوادونو سره ښه تعلقات غواړي.

XS
SM
MD
LG