د لاس رسي وړ اتصالات

دانش: افغانستان د نفاق له لویې دسیسې سره مخ دی


دا غونډه نن د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.
دا غونډه نن د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش د 'شهید اونۍ' په لمانځ‌غونډه کې وویل، چې د افغانستان 'دښمنانو' د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو لویه دسیسه پیل کړې ده.

د وَږي یا سنبلې میاشتې اتلسمه نېټه چې د 'شهید اونۍ' له لومړۍ ورځې سره برابره ده هر کال په افغانستان کې عمومي رخصتي وي او د دغه هیواد د دولت له خوا په یو لړ مراسمو کې لمانځل کیږي.

دغه مراسم نن سهار په کابل کې د مقاومت څلي ته د ګلونو د ګیډیو په ايښودلو پیل شول.

په کابل کې د 'شهید اونۍ' د لمانځلو لپاره د پولي‌تخنیک پوهنتون په لویې جرګې خیمه کې د حکومت د لوړپوړو چارواکو او پخوانیو جهادي شخصیتونو په ګډون یوه لویه غونډه جوړه شوې وه.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په دغو مراسمو کې وویل، د افغانستان 'شهیدان' د افغانانو د ملي یووالي سمبول دي او کومې قومي او سیاسي ډلې پورې اړه نه لري.

ښاغلي دانش وویل د افغانستان دښمنانو په دغه هیواد کې د قومونو تر منځ د نفاق خپرولو لویه دسیسه پیل کړې او له افغانانو څخه یې وغوښتل چې د ملي یووالي د ساتنې لپاره د پردیو د دسیسو ښکار نشي.

هغه وویل "دښمنان هڅه کوي چې زموږ واحد ملت په بیلابیلو نومونو څو ټوټې کړي، یوه ورځ قومي مسایلو ته لمن وهي او بله ورځ ژبنیو، مذهبي، سمتي او نور مسایلو ته لمن وهي".

په همدې توګه اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله په دغو مراسمو کې د افغانستان د 'شهیدانو' آرمانونو، د هغوی کورنیو او مجاهدینو ته په نه پاملرنې نیوکه وکړه او وې ویل، دغه چاره د دې لامل شوې چې افغانستان ورځ په ورځ کمزوری شي.

کابل کې چاودنه

په کابل کې د 'شهید اونۍ' د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او د لویې جرګې خیمې ته غځېدلې ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ په مخ تړل شوې دي.

که څه هم د کابل د ګارنیزون عمومي قوماندان جنرال ګل‌نبي احمدزي تیره ورځ په یوې خبري غونډه کې له خلکو څخه غوښتي وو، چې له پلان پرته د غونډو له جوړولو، لاریونونو او په ښار کې دننه د موټرو کاروانونو له ایستلو څخه دې ډډه وکړي، خو اوس د کابل ښار په اکثرو واټونو کې د احمدشاه مسعود پلویان د موټرو کاروانونه رایستلي او په ښار کې دننه مارشونه ترسره کوي.

د کابل ښار د قلعه فتح‌الله په پنځم سړک کې نن سهار د همدغو کاروانونو په یو کتار کې دننه چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دغه چاودنه په یو بایسکل کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودیدو له امله شوې ده.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په دغه چاودنه کې درې کسه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې پرون د کابل د ګارنیزون عمومي قوماندانۍ په دغه ښار کې د تیرو ورځو چاودنو او ځانمرګو بریدونو ته په اشارې خبرداری ورکړی وو، چې د حکومت وسله‌وال مخالفین هڅه کوي تر څو د خلکو غونډۍ په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG