د لاس رسي وړ اتصالات

دا د مزار شریف د آهنګرﺉ کوڅه ده


دا د مزار شریف د آهنګرﺉ کوڅه ده
دا د مزار شریف د آهنګرﺉ کوڅه ده

زه دلته د اوسپنی د ویلی کولو د یوې کورې تر خوا ولاړه یم له ډيرو کلونو راپدیخوا دلته دا چاری پر مخ ځی خو پخوا کار دومره ښه نه وو ځکه له یوی خوا د کار وسایل ډیر ساده وو له بلې خوا خلک د سامانونو د کارولو او تخنیک سره آشنا نه وو او همداراز تولید شویو سامانونو ته اړتیا ډیره نه وه.

اوس د هر کار له آهنګری نه تولید شویو وسایلو سره سر او کار دی له نجاری نه نیولی تر خټګری ، نانوایی ، زراعت ، مالداری او هرڅه.

د مزار شریف ښار د آهنګری د رستی یو تن آهنګر او د آهنګرو د صنف مشرغلام فاروق قادری وایی چی ۲۵ کاله کیږی د اوسپنی دی ویلی کولو او د وسایلو د جوړولو چاری پر غاړه لری همدا شان مخکی له ده یی پلار هم ټټآر وو او د کورنی خو هغه مهال یوازی څو ساده د کرنیزو چارو وسیلی جوړیدی مګر نو ددی لپاره دا د ګیډی مړولو حرفه او مسلک نه وو :

«کله چی زه ماشوم وم او دولس دیارلس کاله می وو چی پښو می څپلی نه وی لیدلی دا چی پلار می له لومړنیو ټټارانو وو نو دا مسلک داسی نه وو چی کار و بار یی ښه وی او له روزګاره څه نه زیاتیدل چی موږ په ځان لګولی وای ایله مو ګیډه مړوله خو اوس هرڅه په آهنګری او اوسپنیزو وسایلو پوری تړل شوی او د اوسپنیزو څیزونو بازار لدی امله ښه شوی دی .»

ښاغلی غلام فاروق قادری زیاتوی چی پخوا به ډیری وسایل له بهره تیا راواردیدل خو اوس دوی پدی توانیدلی چی حتی د ماشینونو موټرو او تراکتورونو ځینی سامانونه هم په خپله جوړ کړي:

«کله چی خدا بخښلی پلار می کار کاوه نو پال د تراکتور او د موټرو وران سامانونه له بهر راتلل یوازی یو څو د بزګری وسیلی جوړیدی خو اوس د موټرو او تراکتورونو د ځینی سامانونو برسیره تقریبا ۲۰۰ د کار او ضرورت وسیلی د اوسپنی نه همدلته په افغانستان کی جوړیږي.»

په افغانستان کی ډيری د حرفوی چارو زدکړه له ماشومتوبه پیلیږی او که څه هم پخوا به ماشومانو ته یوازی ویل کیدل چی باید د راتلونکی لپاره د کسب او کار زدکړی او د ماشوم سواد ته به یی پاملرنه نه کوله نجیب الله یو له همدی ځوانانو دی دا ځوان ۲۲ کاله عمر لری او ۱۲ کاله کیږی چی د اوسپنی د ویلیکولو د کوری خواته کار کوی.

خو اوس کورنی خپل ماشومان هڅوی چی د مکتب ترڅنګ د حرفی زدکړه د نارینه لپاره ضروری ده صمیم یو تن ماشوم په ښونځی کی د شپږم ټولګی زدکونکی دی او د ټولګی د ممتازو زدکونکو نه شمیرل کیږی دی وایی:

« له خپل خلیفه نه می ډير ځه زدکړی لکه چس لور او د داسی نورو شیانو زدکړه پلار می ههم ټټار دی او غواړم په راتلونکی کی د مکتب ترڅنګ ډیر څه زده کړم او دمکتب د درس په ذریعه وکړای شم د لازایتو او مهمو شیانو په جوړولو بریالی شم.»

XS
SM
MD
LG