د لاس رسي وړ اتصالات

په مالیزیا کې۳۰ ډله ایيز قبرونه موندل شوي دي


د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر وايي امنیتي چارواکي د مړو او قبرونو د پیژندنې پلټنې کوي.

د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر وايي امنیتي چارواکي د مړو او قبرونو د پیژندنې پلټنې کوي.

مالیزیایي چارواکي وایي پولیسو ګڼ شمیر ډله ئیز قبرونه موندلي چې ګمان کیږي دهغوی مهاجرینو مړي به پکې وي چی د برما او بنګله دیش نه ورغلي دي.

سیمه ایز راپورنه ویي چې څه ناڅه ۳۰ قبرونه چې د سلګونو مړیو سکلیټونه پکې دي، د هغو کمپونو ترڅنګ موندل شوي چې خلک به پکې توقیف کېدل او د بنګله دیشي انساني قاچاقبرانو او روهینګیایي مهاجرینو لخوا به استعمالېدل.

د مالیزیا د کورنیو چارو وزیر وايي امنیتي چارواکي د مړو او قبرونو د پیژندنې پلټنې کوي.

وزیر احمد زاهد حمیدي وايي "نن د مالیزیا او تایلند سرحد ته نژدې د پولیسو قوماندان او معاون یی د هغو ډله ئېزو قبرونو په اړه تحقیق کوي چې د پولیسو د خاصو او ملکي دفاعي ځواکونو له خوا نه موندل شوي. داسی ګمان کیږي چې دا قبرونه به د انساني قاچاق له هغو فعالیتونو سره تړاو ولري چې د مهاجرینو په انساني قاچاق کې لتاړ دي."

بلخوا چارواکو، ډیپلوماتانو اوغیر دولتي موسسو د هغو دوه سوه مهاجرینو حآلت ولید چې برما ورسره د ساحل نه په ژغورنه کې کمک کړی دی.

تردی مخکې نړیوالې ټولنې په برما انتقاد کړی و چې دا هېواد په ساحل کې د ګیرپاتی یا د مهاجرینو د بهیر د بندېدو دپاره لازم اقدامات نه کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي خاص استازی ویجی نمبیار وايي "موږ هیله من یو چې په راتلونکی کی د اړتیا په صورت کې همداسی ګام پورته شي که چیرته نورې کشتۍ یا که نور خلک د داسی وضعیت سره مخامخ کیږي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي پرون وویل د دغی مسلی اصلی رېښې باېد معلومی شی چی ولی په زرگونو مهاجران چی زیاتره روهینگیایان دي او د برما او بنګله دیش دي، له خپلو هیوادونو نه تیښتې."

تراوسه پورې یوازی مالیزېا او اندونیزیا ته د مۍ په مېاشت کې د درې زرو نه زیات مهاجرین رسیدلي دي.

نارینه، ښځې او ماشومان په خپل هیواد کې د ځورونو، کړولو او بی وزلۍ له امله تښتي، خو بیا د قاچاقبرانو لخوا نه برمته کیږي او اکثریت یی اوس په سمندر کې د ناروغیو او لوږې له ستونزو سره مخامخ دي.

داسی توقع کیږي چې د مالیزیا د ملی پولیسو عمومي قوماندان د دوشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د موندل شوو قبرونو په اړه تفصیل ورکړي.

XS
SM
MD
LG