د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لا هم میندو ته د نړۍ له خطرناکو هیوادونو څخه دی


په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۴۳۰۰ میندې د ولادت پر وخت او یا د ولادي اختلاطاتو له وجې مري
په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۴۳۰۰ میندې د ولادت پر وخت او یا د ولادي اختلاطاتو له وجې مري

د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت نوې شمیرې ښیي چې د ولادت پر وخت د افغان میندو په مړینې کې زیاتوالی راغلی دی.

یوه نوې سروې چې د ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٥ کال پورې شمېرې یې څیړلې دي ښیي چې په ٢٠١٥ کال کې په هرو ١٠٠ زرو ولادتونو کې له ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ پورې میندې مړې شوي دي. په داسې حال کې چې په ٢٠١٠ میلادي کال کې په هرو ١٠٠ زرو ولادتونو کې د میندو مړینه ٣٢٧ تنه وه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د مور او ماشوم په ملي غونډه کې د امیندوارو میندو د مړینې شمېرې د اندیښنې وړ وبللې او په ځنیو ولایتونو کې د امنیتي وضیعت د خرابوالې په گډون د مالي امکاناتو کموالي ته گوته نیوله. ښاغلی فیروز همداشان وایي چې اداري فساد او ښځو ته اجازه نه ورکول چې د خپلې روغتیا په هکله تصمیم ونیسي، د میندو د مړینې د زیاتوالي عمده عوامل دي.

دا په تیرو ١٦ کالو کې لومړی ځل دی چې د افغانستان د روغتیا وزارت په روغتیایي سکتور کې د یوې لوی ستونزې د بیا زیاتیدو رپوټ ورکوي. دا په داسې حال کې دي چې مرسته کوونکو هیوادونو او سازمانونو په تیره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو په ښه والي کې په سلگونو میلیونه ډالر لگولي دي.

که څه هم چې په افغانستان کې د روغتیایي اسانتیاو لپاره د مرکزونو شمیر چې په ٢٠٠٢ کال کې ٦٠٠ مرکزه و اوس ٢٣٠٠ مرکزونو ته لوړ شوی دی، خو اوس هم افغانستان د میندو لپاره د روغتیا له درکه یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی. هر کال شاوخوا ۴۳۰۰ میندې په دې هیواد کې د ولادت پر وخت او یا د ولادي اختلاطاتو له وجې مري.

XS
SM
MD
LG