د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر وايي د ناټو دفاع مو اساسي ژمنه ده


د متحده ایالاتو دفاع وزیر جم مټیس د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وینا کوي
د متحده ایالاتو دفاع وزیر جم مټیس د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وینا کوي

د دفاع وزیر دغه خبرې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې وکړي چې پکې د نړۍ د هیوادونو مشران او استازي برخه اخلي او زیاتره یې ویره لري چې د نړۍ نظم له خطر سره مخ دی.

په داسې حال کې چې د امریکا او اروپا ترمنځ یو لانجمن سیاسي حالت دوام لري، نو د امریکا متحدین په دې لټه کې وو چې د دفاع وزیر جېم متیس به ورته د ډاډ خبرې وکړي او هغه د وینا په پیل کې دا خبره څرګنده کړه.

هغه د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ اهیمت په ډاګه کړ او ویې ویل "که په سمه توګه وکارول شي، نو د اروپايي ټولنې نوښتونه او د ناټو یووالی د یو بل د ټینګښت سبب ګرځي".

هغه زیاته کړه چې د امریکا یووالی د اروپا د یووالي معنی لري"د امریکا امنیت په دایمي لحاظ د اروپا په امنیت پورې تړلی دی".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې د ناټو سازمان نور له کاره غورځیدلی دی، خو ښاغلي متیس وویل چې جمهور رئیس یې بشپړ ملاتړ کړی دی. هغه همداراز هغه غوښتنه تکرار کړه چې اروپا باید په مالي لګښتونو کې لا زیاته ونډه واخلي.

د متحده ایالاتو دفاع وزیر همداراز ټینګار وکړ چې هغه ۲۸ هیوادونه باید د ناټو د اصولو پر اساس خپل نړیوال نظم وساتي چې دموکراتیک سیستمونه لري. خو زیاتره استازي ویره لري چې دغه نړیوال نظم له خطر سره مخ دی او زیاتره مسکو ګرم بولي.

ځکه چې روسیې نه یوازې له خپلو لویزیځو پولو سره یو لړ لوی پوځي تمرینونه کړي دی بلکه اټومي توغندي یې هم ځای پر ځای کړي دي.

دغه غونډې ته د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ وویل "په داسې یو حال کې چې زمونږ له پولو سره پوځي فعالیتونه او کړکیچونه زیات شوي دي، زه کلک باور لریم چې د ناټو او روسیې تر منځ یو ډیالوګ ته اړتیا ده".

تیره اونۍ د متحده ایالاتو نور عسکر او پوځي تجهیزات لتویا او رومانیا ته ورسیدل چې دا د سړې جګړې د پای راهیسې د ناټو د ټرټولو سترو اکمالاتو یو برخه څرګندوي.

د ښاغلي متیس تودې خبرې د اروپايي متحدنیو د ډاډ سبب شوي دي، خو زیاتره استازي همداراز وايي چې هغوی غواړي دیته ورته خبرې له جمهور رئیس ټرمپ نه واوري.

XS
SM
MD
LG