د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: د شیکاګو د غونډې مخکي به د افغانستان سره اوږدمهاله تړون لاس لیک شي


مکین: د شیکاګو د غونډې مخکي به د افغانستان سره اوږدمهاله تړون لاس لیک شي
مکین: د شیکاګو د غونډې مخکي به د افغانستان سره اوږدمهاله تړون لاس لیک شي

امریکایي سناتور جان مکېن وایي ، هیله من دی چې د افغانستان سره د ستراتیژیک تړون موافقه به د مې په میاشتې کې د ناټو د غونډې نه مخکي وشي ، خو امریکا به ډیرې حساسې مسلی په داسې طریقې حل نکړي چې د امریکا عسکر په خطر کې واچوي.

مکېن پرون د یکشنبې په ورځ د پنځو سناتورانو د ډلې په مشري په کابل کې د جمهورریس کرزي سره وکتل.

د جمهورریس دفتر وایي ښاغلي کرزي په دې ډیرفشارواچاوی چې د بگرام د زندان کنترول افغانانو ته وسپارل شي او په دې یې ټینگار وکړ چې دا ضروري ده چې بین المللی عسکرد شپې له خوا عملیات ختم کړي.

جمهورریس وویل دا مسله افغانانو ته ډیره مهمه ده.

خو ښاغلی مکېن وایي د شپې له خوا عملیات د عسکرو د حفاظت دپاره مهم او ضروري دي.

ښاغلي مکېن وویل ،، مونږ فکرکوو چې دا مسله حل کیدلی شي خو مونږ ددې سخت مخالف یوو چې د شپې له خوا عملیات دي بیخې نه وي، ځکه چې دا کار به د امریکایي عسکرو نارینه او ښځو، ژوند ته لا خطرونه زیات کړي او دا ښکاره ده چې مونږ به هیڅکله دغسې یوه موافقه ونکړو.

ښاغلي مکېن همدغه راز وویل، د طالبانوسره د سولې د خبرو کامیابي به ډیره مشکله وي ځکه چې ټاکل شویده چې د ٢٠١۴ کال تر اخره پوري باید بین المللي قواوې د افغانستان نه ووځي.

XS
SM
MD
LG