د لاس رسي وړ اتصالات

مکین: پاکستان باید د افغانستان په مشورې سرحدي اقدامات وکړي


سناتورجان مکین پاکستان ته د تللي امریکايي پلاوي مشري کوي.
سناتورجان مکین پاکستان ته د تللي امریکايي پلاوي مشري کوي.

د متحده ایالاتو د بانفو‌ه سناتورانو یوه ډله چې ځنې چګپوړې رسمي مقامات هم ورسره وو، تر یکشنبې په پاکستان کې وو او د اردو د مشر سره یي د پاکستان او افغانستان د وضعیت او د دواړو هیوادونو دسرحدي امنیت په اړه خبرې کړي.

د امریکا د کانګرس پدې پلاوي کې د سنا مجلس د دفاعې خدماتو د کمیټې مشر سناتور جان مکین، سناتور لیندسي ګراهام او سنانور جو ډنلي شامل دي.د شنبې په ورځ د اردو د مشر جنرال راحیل شریف سره تر لیدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل دواړو غاړو د أفغانستان او پاکستان د سرحدي پولو د مدیریت او د سیمه ایز امنیت او د افغانستان د سولې په هکله خبرې کړي. پاکستان وایي د أفغان مهاجرینو بیرته ستنیدنه به هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د مشورو او خبرو له لارې ترسره شي او متحده ایالات او د ملګروملتونو د کډوالو چارو اداره دی هم مرسته وکړي.

افغان حکومت وایي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي
افغان حکومت وایي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي

د پاکستان یوه رسمي اعلامیه وایي د بهرنیو چارو مسؤل اعزاز احمد چوهدري د افغانستان او پاکستان د سرحدي پولې په مدیریت او امنیتي کنترول جدي خبرې کړي ترڅو پدې ډول امنیتي ثبات او د ترهګرۍ سره مبارزه کې پرمختګ وشي. متحده ایالاتو غوښتنه کړې چې د سرحدي هرډول مدیریت پراخیدو مسله باید د افغانستان سره د یو ګډ میکانیزم له لارې په مشوره وشي.

په پاکستان کې د امریکایي سناتورانو او پاکستاني مقاماتو ترمنځ د خبرو ډیر تفصیل تراوسه ندی خپور شوی. خو د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت اعلامیه وایي ښاغلي چوهدري د افغانستان د سولې د پروسې په اړه امریکایي پلاوي ته یوځل بیا د څلوراړخیزه ډلې له لارې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ د پخلاینې د پروسې پیل کیدو سره ژمنه څرګنده کړې ده.

پدې لیدنو او بحثونو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ریچرډ اولسن هم ګډون درلود. ښاغلي اولسن د متحده ایالاتو سره د پاکستان همکاري ستایلې او اعلامیه وایي چې ځانګړي استازي د پاکستان له لورې د ترهګرۍ ضد عملیات او د کورني اقتصادي ثبات لپاره ګامونه ډیر ښه وو.

د پاکستان او متحده ایالاتو روابط د اوږدې مودې راهیسې ستونزمنې دي. پدې وروستیو کې دا اړیکې نورې هم پدې خرابې شوې چې وایي پاکستان یوازی د هغو وسله والوډلو خلاف اقدام کوي چې د پاکستان ضد دي، لکه د پاکستاني طالبانو ډله. بل دا دلیل هم مطرح شوې چې اسلام اباد د حقاني د ترهګرې شبکې په شمول د هغو ترهګرو ډلو پټ ځایونه نه ورانوي چې د أفغان وسله والو یاغیانو پورې تړاو لري.

دا هغه پاکستاني طالبان دي چې د ۲۰۱۶ پیل کې په کابل کې ونیول شوو
دا هغه پاکستاني طالبان دي چې د ۲۰۱۶ پیل کې په کابل کې ونیول شوو

او په ترټولو ورستي اقدام کې، د متحده ایالاتو کانګرس د جمهور رېیس بارک اوباما د حکومت لخوا هغه سبسایډي هم بنده کړه چې په پیسو یي د اسلام باد سره پخوا د اف ۱۶ ډوله جنګي جیټ الوتکو پیریدو ژمنه شوې وه. دا مالي مرسته بندیدل پدې وجهه وشو چې پاکستان د هغو افغان وسله والو یاغیانو په وړاندې جګړې او مخنوي کې ناکامه شو چې په پاکستان کې اوسیږي او افغانستان نا امنه کوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG