د لاس رسي وړ اتصالات

مککین: افغانستان ته به د ترمپ تگلاره کامیابه شي


سناتور مککین د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر او په بهرنیو چارو کې د کانګرس غږ ګڼل کېږي.
سناتور مککین د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمېټې مشر او په بهرنیو چارو کې د کانګرس غږ ګڼل کېږي.

جمهوري غوښتونکی سناتور جان مککين استرالیا ته په سفر کې له ای بي سي تلویزون سره په تازه مرکه کې ویلي، دی باور لري چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ امنیتي سلاکاران د افغانستان په اړه داسې سټراټیژي جوړه کړي د بریالیتوب سبب شي.

ښاغلي مککین زیاته کړه "زه باور لرم چې د ملي امنیت دا ټیم چې د جمهور رئیس په شاوخوا کې دی چې په کې جنرال مکمسټر، جنرال کیلي او جنرال مټیس شامل دي، داسې سټراټیژي جوړوي چې هدف يې کامیابي ده."

ښاغلي مککین همدارنگه ویلی چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین متحده ایالاتو ته د داعش تر ډلې ډیر خطر پیښ کړی.

هغه وویل "فکر کوم چې جمهور رئیس پوتین تر ټولو حتی تر داعش ډلې ستر او مهم خطر دی، فکر کوم چې طبعاً داعش خو بد کارونه کوي خو روسانو هم هڅه وکړه چې د ډیموکراسۍ بنسټ ویجاړ کړي او دا هماغه د امریکا د انتخاباتو د نتیجې د بدلولو هڅه وه."

دغه مخکښ سناتور چې په استرالیا کې یې خبرې کولې ویلي چې هېواد یې خپل پوځ تقویه کوي څو د شمالي کوریا لخوا ورپېښ خطر له منځه یوسي.

د مکین په وینا امریکا تر بل هر وخت اوسمهال خپلو متحدینو ته اړتیا لري.

"زه او جمهور رئیس ترمپ ښایي په ډیرو مسلو باندې د نظر اختلاف ولرو خو کله چې د امریکا د پوځ د قوي کولو خبره راشي نو اختلاف نشته. دفاعي مسوده چې ډیر ژر به یې زه د وسلوالو خدماتو د کمیټې د مشر په توگه معرفي کړم، د امریکا د پوځ په بودیجې کې به د پام وړ زیاتوالی راشی. د بودیجې د څو ځلي عمدي کموالي وروسته به مونږ د امریکا د پوځ چمتوالی، د هغوی شمیر او ظرفیت لوړ کړو."

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او یو شمېر نورو پوځي قوماندانانو جمهور رئیس ټرمپ ته وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د جګړې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو او د داعش په وړاندې د جگړې لپاره څو زره نور سرتېري هغه هیواد ته ولیږي.

د افغانستان په ننگرهار کې د ٢٠١سیلاب قول اردو د څلورمې لوا قوماندان، برید جنرال محمد نسیم سنگین وایي چې افغان ځواکونه د ناتو له خوا تجهیزات او روزنې ته اړتیا لري خو د جگړې په لومړۍ کرښې کې بهرني عسکر نه غواړي.

"ناتو باید مونږ سره د روزنې او تجهیزاتو په برخې کې مرسته وکړي او د جگړې میدان کې مونږ سره مالي کمک وکړي. څو د تعرض په برخې کې مونږ خپله خاوره ښه پیژنو او دښمن ته پخپله ښه ماتې ورکولی شو."

په کونړ کې افغان سرتیری اسدالله خان وایي امریکا هغه تجهیز کړي نه یوازې په افغانستان کې دننه بلکې په ټوله نړۍ کې به د داعش ډلې له منځه یوسي.

که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې د بهرني او افغان چارواکو له خوا د پرمختگ ډاډ ورکړ شوی خو بیا هم افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په وړاندې جگړه کې د ستونزو سره مخ دي.

سپینه ماڼۍ وايي، افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو موضوع د دې افغانستان په هکله د نوې سټراټیژۍ په چوکاټ کې څېړل کېږي.

XS
SM
MD
LG