د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل: د کندهار عملیات تر اټکل زیات وخت نیسي


مکریسټل: د کندهار عملیات تر اټکل زیات وخت نیسي

مکریسټل: د کندهار عملیات تر اټکل زیات وخت نیسي

په افغانستان کې د امریکا ترټولو لوی قوماندان وايي چې د طالبانو نه د کندهار د جنوبي برخې پاکول به له هغه مودې نه چې اټکل یې شوی ؤ زیات وخت ونیسي.

جنرال مک کرستال چې په بروکسل کې خبرې کولې وویل چې جنگي عملیات به ورو ورو په مخ ولاړ شي ترڅو د سیمې خلکو ته تاوان ونه رسیږي.

مک کرستال وویل چې عملیات به څو میاشتې وخت ونیسي خو دا مهمه ده چې سم سرته ورسیږي نه دا چې په بیړه وشي.

د کندهار ښار د طالبانو د حاکمیت مرکز ؤ. د امریکا د دفاع وزیر خبرداری ورکړی دی چې هرڅومره چې امریکايي قواوې په کندهارکې د ننه وړاندې ځي هغومره تشدد زیاتیږي خو هغه وايي چې د پرمختگ هیله لري.

د دوشنبې راهیسې په افغانستان کې د ناتو اتلس عسکر وژل شوي دي.

په عین حال کې افغان چارواکي وايي د کندهار د ارغنداب په ولسوالۍ کې د چارشنبې په ورځ د واده په مراسمو کې د څلویښتو کسانو په وژلو او د اویا نه د زیاتو کسانو په ژوبلولو ځان مرگي برید کونکی مسئول دی.

هغه ویدیو چې ددغې پیښې په وخت اخیستل شویده قربانیان په وینو کې لیت پیت ښیي. په قربانیانو کې ځنې ماشومان دي چې د سیمې په روغتون کې په بنداژونو کې لیدل کیږي او یو شمیر خلک د روغتون نه د باندې د تابوتونو د کتار خواته ولاړ دي.

میلمنو ویلي دي چې د چاودنې په وخت کې یې د اور یوه لویه لمبه ولیدله.

افغان مامورینو او په واده کې گډون کونکو ویلي دي چې په دې مراسمو کې ځنې داسې کسانو گډون کړی ؤ چې پولیسو او محلي ملیشو سره تړاو لرلو.

د پنجشنبې په ورځ د ناتو د قواوو د قوماندان مرستیال په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ددې چاودنې پړه په طالبانو واچوله.

جنرال نیک پارکر وویل چې دا بیرحمه عمل د طالبانو ډیر کرغیړن تکتیک دی او دا پخپله ښيي چې طالبان د انسان ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي هم دغه عمل محکوم کړ.

طالبانو د دې پیښې د مسئولیت اخیستلو نه انکار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح حامد کرزی ته خبرداری ورکړی دی چې د طالبانو سره د روغې جوړې نه لاس واخلي. صالح تیره هفته د هغه پیښې نه وروسته استعفی وکړه چې کله جنگي ډلو د سولې په کانفرانس حمله وکړه .

XS
SM
MD
LG