د لاس رسي وړ اتصالات

مکریسټل: ایران له طالبانو سره مرسته کوي


مکریسټل: ایران له طالبانو سره مرسته کوي
مکریسټل: ایران له طالبانو سره مرسته کوي

په افغانستان کی د امریکایی قواوو عالی رتبه قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل وایی چی داسی مؤثق شواهد موجود دی چی ایران په افغانستان کې جگړه مارو طالبانو ته وسلی او روزنه ورکوي.

جنرال مک کریستل نن په کابل کی خبریالانو ته وویل چی ایران په افغانستان کی طبیعی علاقمندی لری ځکه چی دواړه گاونډی ملکونه دي.

هغه زیاته کړه چی د دواړو ملکونو ترمینځ زیاتی اړیکی مثبتی دی خو داسی فعالیتونه چی د طالبانو ملاتړ وکړی د منلو وړ ندي.

د ناتو د ملکی خدماتو عالی رتبه استازي مارک سیدویل پرون خبریالانو ته وویل چی دا د افغانستان لپاره ډیر مهم وخت دی، د یوی خواو نه په ملک کی د سولی جرگه روانه ده او د بلی خوا نه د کندهار په دننه او شاوخوا سیمه کی پوځی هڅی روانی دي .

هغه زیاته کړه چی دا د افغانستان لپاره ښه فرصت دی چی د نړیوالی ټولنی پوره ملاتړ ورسره دی او په ملک کی به د سولی د بهیر په پرمخ بیولو کی ورسره مرسته وکړی.

همدا شان جنرال مک کریستل وویل چی په افغانستان کی دوه ډوله جگړه ماران موجود دی یوه د خارجی جگړه مارو طالبانو ډله او بل محلی جگړه ماران دی . هغه زیاته کړه چی ځینی محلی جگړه ماران د عقیدی له مخی جنگیږی په داسی حال کی چی ځینی نور یی له دی کبله جنگیږی چی د حکومت د اداری فساد نه په تنگ شوی دی.

هغه وویل چی باید دغه داوړی ستونزی حل شی.

طالبانو پرون د نورستان په ولایت کې د پولیسو سره د څو ورځې سختی جگړی وروسته یوه لیری پرته ولسوالي ونیوله.

د نورستان د ولایت چارواکیو پرون وویل چی یاغیانو د برگیمټال ولسوالی له هغه وروسته ونیوه چی د دی ولسوالۍ نه یی پولیس پسی واخیستل.

بل پلو د امریکا پوځ دا خبره تاُیید کړه چی د ارزگان د ولایت په مرکزی برخه کی د ٢٣ تنو ملکی وگړو د مرگ مسؤلیت د بی پیلوټه الوتکی د کنټرولونکو په غاړه دی .

د فبرورۍ د میاشتی په یوویشتمه نیټه د امریکا پوځ د ملکی وگړو په موټرو باندی په دی اشتباه د توغندیو ډزی وکړی چی گواکی د جگړه مارو طالبانو موټر دي.

یوه پوځی هیُت چی د دی پیښی تحقیق یی کاوه وویل چی د الوتکی کنټرولونکو غلط راپور ورکړی ؤ او هغه رپوټ ته یی پاملرنه ونکړه چی په دی موټرو کی ملکی وگړی سواره دی او یا یی هم بی اهمیته گڼلی ؤ.

په افغانستان کی د امریکا د پوځ عالی رتبه قوماندان جنرال ستینلی مک کریستل سهوآ د ملکی وگړو مرگ ژوبله زړه بوگنونکی وبلله.

د پوځ په یوه خبر لیک کی راغلی چی جنرال مک کریستل د تحقیقاتو وروسته څلورو عالی رتبه او دوو ټیټ رتبه صاحب منصبانو ته سزا ورکړه ده.

XS
SM
MD
LG