د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په بازارونو کې ۵۰٪ درمل غیرقانوني دي


د څارنې او ارزونې کمېټې نن د ځمکو په غصب او د درملو د واردولو په پروسه په فساد دوه جلا رپوټونه خپاره کړل، چې په دواړو برخو کې د پراخ فساد یادونه شوې ده.

دې کمېټې د درملو د واردلو په بهیر کې فساد خورا زیات ګڼلی او دا یې هم ویلي، چې زیات درمل بې کیفیته او پنځوس فیصده یې په قاچاقي ډول افغانستان ته واردیږي.

د څارنې او ارزونې د کمېټې دوره ايي مشرې ایوا جولي خبریالانو ته وویل د افغانستان په مارکیټ کې دا مهال له ۷۰۰ نه تر ۸۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت وارده شوې دواء شته، چې له نیمايي زیاته یې په غیري قانوني ډول وارده شوې ده.

مېرمن ایوا جولي وویل ‪"‬افغانستان کې ۴۵۰ بهرنۍ کمپنۍ د درملو د واردولو لپاره راجستر شوي دي، ۳۰۰ بهرنۍ کمپنۍ افغانستان ته درمل تولیدوي، خو دا کمپنۍ دومره ټیټ او بې کیفیته درمل تولیدوي، چې حتی په پاکستان کې هم دغو درملو پلورلو ته اجازه نده ورکړل شوې، که افغانستان له هند سره پرتله کړو، هند چې له ۱.۳ ملیارده زیات نفوس لري، یوازې ۹۳ کمپنۍ ورته درمل تولیدوي، خو افغانستان ته بیا ۳۰۰ کمپنۍ.‪"‬

مېرمن جولي وايي، افغانستان ته د درملو په واردولو کې لوړ پوړي چارواکي، د پارلمان غړي او وزیران لاس لري.

مېرمن ایوا جولي چې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې بهرنۍ غړې ده وايي، د درملو په برخه کې فساد یو بشري ناورین دی او افغانان له دې اړخه له خورا رنځ سره مخ دي.

هغې وویل په پوله په ګمرکونو کې د درملو کنټرول نشته او کله نا کله ناسم او بې کیفیته درمل د رشوت په مقابل کې خوشې کیږي او د ښو درملو په نوم بازار ته د واردولو لپاره اجازه ورکول کیږي.

هغې دا هم وویل چې د عامې روغتیا په وزارت کې هم د درملو د کنټرول کارپوه مامورین نشته، له ۲۰۰۷ کال را وروسته د درملو د تقسیم بندۍ په اړه څه نوي ندي شوي.

د ځمکو غصب

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کمېټې په جلا راپور کې ویلي، چې ۱.۲ ملیونه جریبه ځمکه په افغانستان کې په تېرو دیارلسو کلونو کې غصب شوې ده.

ددې کمېټې غړي یما ترابي وویل د ځمکو دا غصب په هغو ولایتونو کې ډېر دی چې لوی ښارونه لري، یما ترابي وویل د ځمکو د غصب د مخنیوي او د عاصبینو په وړاندې په تېرو دیارلسو کلونو کې سیاسي اراده موجوده نه وه.

ښاغلي ترابي وویل د ځمکو د غصب په تړاوو حتی حقوقي چوکاټ هم موجود ندی او دا لا سمه نده معلومه چې د قانون په اساس کومه ځمکه د غصب او کومه نده.

د څارنې او ارزونې د کمېټې غړي یما ترابي وویل ‪"‬یوه لویه ستونزه دا ده چې د ځمکو سروې وجود نه لري، په تېرو دیارلسو کلونو کې یوازې یو فیصد ځمکې سروې شوې ده، ۳۳ فیصده په پخوانیو حکومتونو کې سروې شوې وه، لا هم ۶۶ فیصده د افغانستان ځمکه له سروې پاتې ده.‪"‬

دا کمېټه وايي، د ځمکو په غصب کې وزیران، والیان او نور لوړ پوړي چارواکي برخه لري.

خو دې کمېټې نورو غړو ویل دا چې حکومت نوی شوی او له فساد سره د مبارزې تکل لري، دوی خوښبین دي چې اقدامات به وشي.

ددې کمېټې دا شپږم راپور دی چې د اداري فساد په اړه یې خپروي.

XS
SM
MD
LG