د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان د عملیاتو سرتیري د امریکا تر ټولو لوړ مډال واخیست


اډوارډ بایرز شپږم امریکايي سرتېری دی چې په دغه مډال ویاړل کیږي.

اډوارډ بایرز شپږم امریکايي سرتېری دی چې په دغه مډال ویاړل کیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه هېواد د پوځ تر ټولو لوړ مډال هغه امریکايي پوځي ته ورکړ چې په ۲۰۱۲ کال کې يې په افغانستان کې یو بل امریکایي د طالبانو له منګولو خلاص کړی و.

ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ قوماندان اډوارډ بایرز په سپینې ماڼۍ کې په دغه مډال وویاړه. دغو مراسمو ته د ښاغلي بایرز د کورنۍ غړي او نور لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي هم بلل شوي وو.

ولسمشر اوباما اډوارد بایرز وستایه چي په ځان يې د لوی خطر په منلو سره یو بل امریکايی وژغوره.

اډوارډ بایرز شپږم امریکايي سرتېری دی چې په دغه مډال ویاړل کیږي. هغه د ویتنام له جګړې وروسته د امریکا د پوځ د ځانګړو ځواکونو شپږم غړی دی، چې په خپل ژوند او د رسمې دندې پر مهال دا مډال ترلاسه کوي.

پنځو نورو پوځیانو ته دا مډال یا د هغوی له مرګ وروسته او د تقاعد پر مهال ورکړل شوی دی.

خطرناکه عملیات

اډوارد بایرز په ۲۰۱۲ کال کې د یوبل امریکايي ډاکټر دلیپ جوزف د خلاصون د پوځي عملیاتو مشري کوله.

ډاکټر جوزف د لغمان د قرغیو په ولسوالۍ کې په یو کلي کې د عادي افغانانو درملنه کوله چې طالبانو وتښتوه او غوښتل یې پاکستان ته انتقال کړي.

اډوارډ بایرز دویم کس و چې هغې کوټې ته ننوت چې دا امریکايي ډاکټر په کې بندي و، تر هغه مخکې بل عسکر چې کوټې ته داخل شوی و، د طالبانو په ډزو ووژل شو.

ولسمشر اوباما له ټولو امریکايي پوځیانو مننه وکړه چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې د خپل هېواد د ګټو د ساتلو لپاره خدمت کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG