د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا تر تیر کال ډیر کډوال مني


د ډیرو کډوالو د خوښې ځای المان دی چې د سږ کال تر پایه یې د ٨٠٠ زره کډوالو د منلو اعلان کړی دی.
د ډیرو کډوالو د خوښې ځای المان دی چې د سږ کال تر پایه یې د ٨٠٠ زره کډوالو د منلو اعلان کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وایي چې په سوریه کې د جگړو له امله په اروپا کې د کډوالو بحران ته په کتو سره دوی پر دې غوري کوي چې نور کډوال هم ومني.

متحده ایالات اوس مهال د کال اویا زره کډوال مني خو وایی چې د کډوالو د بحران له امله به د شمیر شمیر زیات کړي. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي وویل "دا امکان نلري چې یو څوک د کډوالو تصویرونه وگوري او د وضعیت په لیدلو خوابدی نه شي."

خو جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین وایي چې دا بحران په سوریه کې د متحده ایالاتو د ناسم سیاست نتیجه ده. هغه وویل: " دغه بحران د زلزلې او یا طوفان زیږنده نه دی، بلکه د هغې ادارې د سیاستونو نتیجه ده چې د سوریې د وضعیت د سمولو رهبري نه کوي."

ملګرو ملتونو له امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو نه غوښتي چې د راتلونکي کال تر پای پورې یو سل او دیرش زره سوریایان ومني.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د اجراییه څانګې یا اروپايي کمیسیون مشر ژان کلاد یونکر د اروپايي ټولنې له هیوادونو نه وغوښتل چې په راتلونکیو دوو کلونو کې په زرګونو نور مهاجرین ومني. هغه د هغو هیوادونو له مخالفت سره مخامخ دی چې د تخصیص په سیستم اعتراض لري.

بلخوا نن هم د هنګري د پلازمنیه بوډاپسټ کې د اورګاډو په عمومي سټیشن کې په لسګونو سړي، ښځې او ماشومان په داسې حال کې چې قهر او ستړتیا یې پرمخ خوره وه اورګاډو ته ختل چې د خپل وروستي منزل په لور حرکت وکړيِ.

د ډیرو کډوالو د خوښې ځای المان دی چې د سږ کال تر پایه یې د ٨٠٠ زره کډوالو د منلو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG