د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما د یادونې په ورځ ټولو وژلو شویو عسکرو ته احترام وړاندي کړ


ولسمشر اوباما د یادونې د ورځې په مناسبت ټولو هغو پوځیانو او د هغوي کورنیوو ته چې د خدمت پر مهال یې خپل ژوند له لاسې ورکړې دی د آرلینګتن په ادیره کې د درناوي مراتب وړاندي کړل. ولسمشر اوباما چې د ارلینګټن په ملي ادیره کې یې خبري کولې وویل چې هیواد یې باید هڅه وکړي چې د هغو کسانو د قربانۍ درناوی وکړي چې په جګړه کې یې ځانونه له لاسه ورکړي دي. ښاغلي اوباما وویل چې راستنیدونکي سرتیري به ټول هغه امتیازات ترلاسه کړي چې دوي یې مستحق دي.

په عین وخت کې د امریکا ددفاع وزیر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وویل چې د ۲۶۰ زرو امریکایانو قبرونه د هغه څه څرګندوي دي چې آزادي وړیا نه ده. نوموړي زیاته کړه چې د ۲۰۰۱ کال د تروریستي حملو وروسته ۶۴۰۰ امریکايي عسکر د امریکا دباندي وژل شوي دي.

د وینا ګانو مخکي ښاغلي اوباما پر هغه ادیرې باندي د ګلونو ګېډۍ کښېښود ه چې د هغو سرتیرو دپاره ځانګړې شوې چې نامعلومه دي.

XS
SM
MD
LG