د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپلو وژل شویو عسکرو یاد تازه کوي


ولسمشر ټرمپ به د ارلېنګټن په مشهورې هدېرې کې د ځینو وژل شویو سرتېرو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ کیږدي
ولسمشر ټرمپ به د ارلېنګټن په مشهورې هدېرې کې د ځینو وژل شویو سرتېرو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ کیږدي

نن په ټولې امریکا کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو د یاد لمانځلو په خاطر عمومي رخصتي ده. امریکایان هر کال د مۍ ۲۹ دا یاد تازه کوي.

ځیني نور امریکایان بیا دا ورځ د اوړي پیل هم ګڼي، خو د رخصتۍ اصلي هدف په امریکا او د امریکا لپاره د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې وژل شویو امریکایي سرتېرو ته درناوی او د هغوی یاد تازه کول دي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ به نن سپینې ماڼۍ ته نژدې د ارلېنګټن په مشهورې هدېرې کې د ځینو وژل شویو سرتېرو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ کیږدي.

همدغه راز د "رولینګ تندر" ټولنې غړي هم په دغه ورځ په دویم نړیوال جنګ کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو په یاد غونډې کوي او د هغوی پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ ږدي.

د دغې ټولنې ډېر غړي د جنګي اسیرانو او په جنګونو کې د ورکو شویو عسکرو په دفاع بوخت دي. د دغې سازمان ډېر غړي په دغه ورځ پر موټر سایکلونو سپاره واشنګټن ډي سي ته راځي او دلته راټولیږي.

اخوا د سولې لپاره د تقاعد شویو سرتېرو د ټولنې غړي هم په واشنګټن کې راټول شوي وو، دوی په خپلې غونډې کې د ولسمشر ټرمپ پر بودیجې کلکه نیوکه وکړه، د بودیجې په دفاعي برخې کې ۵۴ میلیارده ډالره زیات شوي دي.

د وژل شویو عسکرو د یاد ورځ په متحدو ایالتونو کې له کورنیو جګړو وروسته له ۱۸۶۵ کال راهېسې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG