د لاس رسي وړ اتصالات

لوړو تلفاتو د ملي پوځ لیکو کې د نویو سرتیرو مخه نده نیولې


د افغانستان د دفاع وزارت وایي په تیرو دوو کلونو کې د ملي اردو د سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه تللې ده
د افغانستان د دفاع وزارت وایي په تیرو دوو کلونو کې د ملي اردو د سرتیرو د مرګ ژوبلې کچه لوړه تللې ده

د دفاع په وزارت کې نن د ملي اردو د قربانیانو او وژل شوو سرتیرو په ویاړ او هغوی ته د درناوي په خاطر یو څلی جوړ شو او دغه څلی د ملي اردو د شهیدانو د څلي په نوم نومول شوی دی.

د ملي اردو د قربانیانو په ویاړ دا څلی چې ددفاع وزارت د ودانۍ په مخ کې په انګړ جوړ شوی دی، پرانسته یې د ملي دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي، د ولسي جرګې غړو او د ملي اردو د ځینو وژل شوو سرتیریو د کورنیو د غړو لخوا وشوه.

ددفاع وزیر، د ولسي جرګې او مشرانو جرګو برخوالو غړو دا څلی د ملي اردو وژل شوو سرتیرو ته د درناوي څلی وباله.

د ملي اردو لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم خبریالانو ته وویل چې سږ کال افغان اردو له وسله والو مخالفینو سره په نښتو کې د زیاتې مرګ ژوبلې متحمله شوې ده.

جنرال قدم شاه شهیم وویل" کله نا کله تکتیکي ستونزې موجودې وې او متاسفانه زمونږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د زیاتو تلفاتو ګالونکي شول".

هغه وویل که څه هم جنګ جګړې روانې دي، خو بیا هم خلک د ملي اردو جلب او جذب مرکزونو ته مراجعه کوي.

لوی درستیز وویل چې سږ کال تر نورو ټولو کلونو وسله والو مخالفینو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې او زیات شمېر مشران یې وژل شوي دي.

لوی درستیز دا هم وویل چې د بګرام زندان هیڅکله دومره له طالب زندانیانو نه وو ډک شوی لکه سږ کال چې ډک شوی دی.

بلې خواته د سیګار راپور ښيي چې سږ کال تر پنځه زرو زیات د ملي اردو سرتیري وژل شوي، خو دفاع وزارت دا نه مني او وايي چې په دومره شمېر کې تلفات ملي اردو ته ندي اوښتي خو سږ کال او پروسږ کال د ملي اردو مرګ ژوبله زیاته وه.

XS
SM
MD
LG